اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د څلور ملكي دورې په پېل كښې د ګل په سهار د افغانستان پايه تخت كابل ته ورسېدو۔ د بهرنيو چارو وزير د 24م نه تر 26م دسمبر 2018م د افغانستان٬ اېران٬ چين او روسيې دوره كوي۔ د بهرنيو چارو وزير كابل ته د رسېدو نه پس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په كابل كښې د پلاوو په كچه مذاكرات وك??ل۔ د خارجه دفتر وياند په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د مذاكراتو په مهال دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو٬ د افغانستان په پرمختګ٬ خوشحالې٬ په افغانستان كښې د امن و امان په صورتحال او د مذاكراتو عمل پشمول د دواړو هې??اد??نو په تجارتي او اقتصادي روابطو زياتولو خبرې وشوې۔ د بهرنيو چارو وزير سره د بهرنيو چارو سېكتره او د بهرنيو چارو د وزرات اعلٰي چارواكي هم دي۔ د خپلې دورې په مهال به د بهرنيو چارو وزير د دې هې??اد??نو لوړ رتبه چاروا??و سره د پاكستان اړيكې په ټېنګولو خبرې كوي۔ هغه به دې هې??اد??نو سره په تندې سره په بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې كوي۔ د ملاقاتونو په مهال به په افغانستان كښې په امن او د مذاكراتو په دې وروستيو هڅو هم خبرې كولې شي
د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د څلور ملكي دورې په پېل كښې كابل ته ورسېدو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج