اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د انتهاخوښې د بې لارې كوونكي انداز فكر خاتمې لپاره د دين مبين د تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيه د وخت مهم ضرورت دے٬ د ځوابي بيانيې تيارولو لپاره دې د اسلامي نړۍ پوهان په ګډه كار وكړي٬ ترهګري يوه نړيواله ف??نه ده چې خاتمې لپاره ئې په اتفاق سره د لائحه عمل خپلو ضرورت دے۔ اولس مشر دا خبرې د كعبې ام??م شېخ صالح محمد بن طالب سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د خالي په ورځ په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو?? په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬ د قومي اسمبلې د قائمه كمېټې چيئرمېن حافظ عبدالكريم٬ سناتور طلحه محمود٬ د سعودي سفارتكار او نورو اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل چې ترهګري يوه نړيواله ف??نه ده او د دې مقابلې لپاره د شريكې لائحې خپلولو ضرورت دے او بايد په دې لړ كښې اسلامي نړۍ په اتحاد سره شريكې هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې د اسلامي نړۍ ځوانان د نوي دور د تقاضو نه د خبرولو ضرورت دے ??كه بايد چې په ديني نصاب كښې ډېر په اختياط سره بدلون وكړے شي او په دې لړ كښې د اسلامي نړۍ د علماو د نزدې رابطې ډېر ضرورت دے۔ اولس مشر ووئيل چې سعودي او پاكستان قوي ديني او كلتوري رشتې لري او مونږ ګڼو چې د سعودي د سلامتيا په ضد حارجيت به د پاكستان په ضد جارحيت ګڼلې شي د كوم به چې بشپړ ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې سعودي د كشمير مسئلې پشمول په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې او په دې مونږ د سعودي د وروڼو مننه كوو۔ ده د حج په كوټه كښې په 20 فيصده اضافه هم د خوشحالې څرګندونه وكړه۔ د كعبې ام??م شېخ صالح محمد بن طالب ووئيل چې په پاكستان او سعودي كښې د يو سازش د لارې ترهګرې ته وده وركولې شي۔ دښمن نه غواړي چې دواړه هېوادونه اقتصادي پرمختګ وكړي ??كه د ترهګرې په سرپرستې كوونكو عناصرو د كره نظر ساتلو ضرورت دے۔ د كعبې امام ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ترهګرې سره مخ دي خو د ترهګرې تورونه هم په دوي لګولې شي٬ د دې مقابلې لپاره په ګډوه د كار كولو ضرورت دے۔ ده د اسلامي نړيوال پوهنتون اسلام آباد يو كېمپس په سعودي كښې د جوړولو په اړه د اولس مشر د تجويز تائيد هم وكړو?? په دې موقع د اسلامي نړۍ پرمختګ٬ استحكام او د ترهګرې خاتمې لپاره خاص دعاګانې هم وكړې شوې۔
د اولس مشر ممنون حسېن د كعبې امام شېخ صالح محمد بن طالب سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ