اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل فلډ رېسپانس اېنډ كوآرډينېشن سنټر (اېن اېف آر سي سي) غونډه د ګل په ورځ شوې۔ په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل اختر نواز، د نېشنل کوآرډينيټر اين ايف آر سي سي مشر ليفټيننټ جنرل ظفر اقبال، د فوډ سيکيورټي وزارت چارواكو او د زراعت صوبائي سېكترانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د اېن اېف آر سي سي غونډه په ځپلو سيمو كښې د جاري شريكې سروے او تر اوسه د شوي پرمختګ نه خبر كړې شوه چې له مخې ئې د خېبر پښتونخوا په 20 ضلعو٬ د بلوچستان په 26 ضلعو كښې سروے بشپړه شوې او د سندھ په 22٬ د بلوچستان په 6 او د خېبر پښتونخوا 13 ضلعو سره سره د پنجاب په دوو ضلعو كښې سروے روانه ده۔ په غونډه كښې ځپليو كروندګرو ته د ربيع فصل له د تخم وركولو د اقدامات هم جاج واخستے شو۔ وفاقي وزير امر وكړٶ چې د فوډ سېكورټي وزارت او صوبې دې د تخمونو د اخستو او خرڅولو معامله حل كړي
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل فلډ رېسپانس اېنډ كوآرډينېشن سنټر غونډه
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم