اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د خواري كښو نړيواله ورځ د پاکستان د افرادي قوت د طاقت، کردار، قابليت او هېواد په نړۍ كښې يو سوكاله او پرمختګ كونكې قوم جوړولو لپاره د محنت علامت دې، قوم د هغه ټول خواري كښو مننه كوي كومو چې د پاکستان د پرمختګ په عمل كښې قربانۍ وركړې دي، خواري كښو هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړې ۔ د اتوار په ورځ صدر مملکت د خواري كښو ورځ په موقع خپل خصوصي پيغام كښې وئيلي چې ټول پاکستان خواري كښو ته سلام كوي، د هغوې ښېګرې او سوكالۍ له دعا كوي، د قوم د اړخه هغه خواري كښو او ميرمنو ته پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د پاکستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره قربانۍ وركړې دي، د خواري كښو نړيواله ورځ د پاکستان د افرادي قوت د طاقت، کردار، قابليت او هېواد په نړۍ كښې يو سوكاله او پرمختګ كونكې قوم جوړولو لپاره د محنت علامت دې۔ صدر مملکت ووئيل په دې خوشحاله يم چې پاکستان د خپل ليبر فورس ښېګړې لپاره د سماجي تحفظ پروګرامونو د لارې اقدامات کړې دي، پاکستان كښې خواري كښو ته هيلتھ انشورنس، خوراك، پناه او مالي مرسته وركړې شوي، کم از کم اجرت زيات شوې۔ صدر مملکت ووئيل مونږ له خپلو خواري كښو له نور هم ډير څه كولو ته اړتيا ده، ټول خواري كښو له مناسب حقوق وركولو لپاره پرله پسې هلو څلو او پام لرنې ته اړتيا ده۔
د خواري كښو نړيواله ورځ د پاکستان د افرادي قوت د طاقت، کردار، قابليت او هېواد په نړۍ كښې يو سوكاله او پرمختګ كونكې قوم جوړولو لپاره د محنت علامت دې۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : bolão quina