لاهور 08 جنوري (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار د سختې واورې ورېدو نه پس په پېدا شوي صورتحال په مري كښې د بېړني حالت د نفاذ اعلان كړے او مري ئې آفت ځپلې ګرځولے دے. په دې لړ كښې نوټېفيكېشن جاري كړے شوے دے. وزيراعلٰی خپله چورلكه هم د رېسكيو چارو لپاره سپارلې ده. د موسم تر ښه كېدو به چورلكه د مرستې په چارو كښې برخه اخلي. وزيراعلٰی وئيلي دي چې د مري صورتحال په تناظر كښې په ټولو ادارو كښې بېړنې حالت په ځائ كړے شوے دے. وزيراعلٰې په مري كښې په رامېنځ ته شوي پېښه خواشيني هم ښودلې.
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável