اسلام آباد 20اکتوبر(اے پي پي) د حضور نبي پاك خاتم النبيين حضرت محمد مصطفٰی صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ د نهې په ورځ په مذهبي عقيدت او احترام ولمانځل شوه. په دې موقع په سركاري او نجي كچه خاص دستورې وشوې. د دې دستورو په لړ كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد پشمول په ټول هېواد كښې خاص انتظامات شوي وو. په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې قومي رحمة للعالمين كانفرنس وشو. په كانفرنس كښې صدر او وزيراعظم د خاص مېلمنو په توګه ګډون وكړو. په كانفرنس كښې نامتو مذهبي سكالرانو، سياسي مشرانو، سفارتكارو او نورو شخصياتو ګډون وكړو. د اسلام آباد پشان په د هېواد په نورو ښارونو كښې هم د جشن ميلادالنبي ﴿ص﴾ دستورې وشوې. قومي سيرت كانفرنس ته صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان وېنا هم وكړه. د قومي كانفرنس په پاې كښې ايوارډونه هم وركړے شول.
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری