جمرود 23 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت په خپل دور كښې پرمختيائي پروژې پېل كړې او بشپړې كړي هم دي ٬مونږ يوازې وعدې نه كار كوو٬د فاټا ضم كولو د??سې حل غواړو د كومې ګټه چې ځاې اولس او ټول پاكستان ته ورسي٬كه پاكستان كښې د جمهوري عمل تسلسل روان ؤ نو هېواد به پرمختګ وكړي٬ټاكنو كښې چې د پاكستان اولس د ووټ د لارې كومه هم پريكړه وكړي هغه به د پاكستان په حق كښې وي٬د پرمختګ به مزل به روان ساتلې شي۔ده د شورو په ورځ جمرود كښې د 132 كے وي ګرډ سټېشن پرانستې نه پس اولس غونډې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬ د قامې اسملۍ غړې شاه جي ګل آفريدي او د سيمې مشران هم موجود وو۔وزيراعظم وو??يل جمرود ته په راتلو خوشحاله شوې يم۔د دې څخه وړاندې ما فاټا كښې د لوبو پروګرام كښې ګډون كړی ؤ۔ده وو??يل نن خوشحالي پھ دې خبره ده چې يو د??سې سكيم كوم چې د موجوده حكومت په دور كښې پیل شوې او بشپړ شوې٬نن د هغې پرانسته ده۔ ده وو??ېل د??سې ډېر كم كېږي چې د يو حكومت په دور كښې سكيم پیل شي او بشپړ هم شي۔دا سكيم پيسكو بشپړ كړی او په دې 78 كروړه روپۍ خرڅ راغلې۔ده د ګرډ سټېشن لپاره په زمكه وركولو د ځايې كسانو مننه وكړه۔ده وو??يل دې پروژې سره به په سيمه كښې د برېښنا كمې پوره كولو له مرسته تر لاسه شي او هيله لرو چې د برېښنا په حقله به د ځايې وګړو ستونزې هم لرې شي۔ده وو??يل فاټا كښې به د پرمختګ مزل روان ساتلې شي۔پيسكو د 200 اربه څخه زياتو روپو په پروژو كار كوي٬ځايې وګړي دې د برېښنا په لړ كښې لائن لاسز مخ نيوي له مرسته وكړي۔وزيراعظم وو??يل په هېواد كښې دومره برېښنا شته چې ټولو كورونو ته وركړې شي خو د برېښنا غلا په صورت كښې د لوډشېډنګ غوندې چېلنج سره به مخ كېږو۔ده وو??يل مونږ هڅه كوو چې سيمې لپاره د ګاز په منصوبه روان مالي كال كښې كار پېل شي خو له بده مرغه الېكشن كمېش د يكم اپرېل نه پس په كوم هم پرمختيائي كار بندېز لګولې چې په نتيجه كښې يې په دې كار پېل نه شو۔ده باور وركړو٬چې جمرود٬باړه٬شېرخان او لنډي كوتل له به ګاز وركولې شي۔دا سياسي وعدې نه دي پاكستان مسلم ليګ(ن)هغه ګوند دے كوم چې كار كوي٬د هېواد كوم ځاې ته چې ځۍ تاسو ته به د مسلم ليګ(ن)پروژې تر نظره كېږي۔دوزيراعظم وو??يل د برېښنا٬ګاز٬سترو لارو او موټرويز جوړولو كار روان دے٬په هېواد كښې 1700 كلوميټره اوږدې موټروېز جوړېږي٬تر 2019 به دلته څخه تر كراچۍ د موټروے د لارې مزل پیل كړی شي۔وزيراعظم وو??يل د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره خبرې شوي چې دلته څخه به تر كابل پاكستان موټروے جوړوي۔ده وو??يل د فاټا ضم كولو په معامله خبرې اترې روان د۔ي۔د درې نيمو كلونو راهسې پھ دې معامله مشاورت كېږي٬په دې حقله بېلې رائے رامخې ته شوي٬ ده وو??ېل هڅه كوو چې دا معامله د??سې حل شي چې ګټھ يې د دې ځاې اولس او پاكستان ته ورسي۔ده وئيل د فاټا د اولس هغه حق لري كوم چې د پاكستان د نورو برخو اولس لري۔پھ دې معامله وړومبنۍ نكته وسائلو وركولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم وو??يل د فاټا نظام چلولو له د وسائلو اندازه د كال 32 اربه روپۍ لګولې شوې خو كه تر لس كالو 100 اربه روپۍ فاټا كښې خرڅ شي نو ټول سكيمونه به بشپړ شي۔وزيراعظم وو??يل سرلښكر د فاټا عملدرآمد كمېټۍ كښې شامل دے هغه باور راكړی چې چرته هم د پوځ او پوځي محكمو د مرستې حاجت وي هلته به وركولې شي۔ده وو??يل دې اقداماتو سره به د فاټا اولس ته آسانۍ ترلاس شي۔وزيراعظم وو??يل مونږ هڅه كوو چې په موجوده دور كښې دا عمل پیل شي۔ده وو??يل د پاكستان قامي اسمبلي او سېنېټ به هغه كار كوي كوم چې د فاټا اولس په حق كښې وي۔ شاهد خاقان عباسي وو??ېل د فاټا نمائندګي قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې شته٬دلته د راهدارۍ ټېكس اطلاق ختم شوې۔ده وو??يل د فاټا اولس دې په دې لړ كښې د سياسي قيادت سره بشپړه مرسته وكړي۔دا انقلابي اقدام دے٬دې سره به تل له د سيمې اولس ته ګټه ورسي او پاكستان به قوي شي۔وزيراعظم وو??يل كه پاكستان كښې د جمهوري عمل تسلسل روان وساتلې شو نو هېواد به پرمختګ وكړي٬جولائي كښې به ټول ټاكنې كېږي او اولس چې د ووټ د لارې كومه پريكړه وكړي هغه به د پاكستان په حق كښې وي۔د دې څخه وړاندې جمرود خېبرايجنسۍ ته په رسېدو د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د وزيراعظم هركلے وكړو
د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت په خپل دور كښې پرمختيائي پروژې پېل كړ او بشپړې كړي
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث