اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) ?? سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سندھ كروندګرو ته د كال 1991 د لوظنامې له مخې د اوبو نه ترلاسه كېدو په معامله د خاص كمېټې جوړولو منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ ?? سېنېټ په غونډه كښې سناتور مظفر حسېن شاه د پام راګرځونې په نوټس ووئيل چې په سندھ كښې د اوبو سخت بحران دے٬ د اوبو نشتوالي له امله فصلونه ونه كرل شول٬ كروندګرو د دې مسئلې پورته كولو غوښتنه كړې۔ ده ووئيل چې په سندھ كښې فصلونه تر ټولو وړاندې كرل كېږي٬ بايد هغه وخت اضافي اوبه سندھ ته وركړل شي۔ ده ?? سېنېټ چيئرمېن نه غوښتنه وكړه چې د سندھ د كروندګ??و مسئلې حل كولو لپاره دې كمېټي جوړه كړې شي۔ ?? سېنېټ چيئرمېن د كمېټې جوړولو منظوري وركړه۔
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل