اسلام آباد27جولائي (اے پي پي):د صدر ډاکټر عارف علوي په امر تهر كښې د هندو وګړي د زؤرؤنې پېښې ذمه وار كس عبدالسلام ابو داٶد د سندھ پوليس نيولے دے۔ صدرډاکټر عارف علوي په تھر كښې د هندو وګړي تنګولو د پېښې سخت نوټس اخستو سره داخله وزارت او د سندھ آئي جي ته د قانوني كاروائۍ امر كړے ٶ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرډاکټر عارف علوي وئيلي دي دا ډول پېښې د هېواد د بدنامۍ سبب جوړېدے شي، اقليتونو سره زياتے د اسلامي روح منافي او د پاكستان د آئين سنګينه خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو٬ د مذهبي آزادۍ د تحفظ ضمانت وركوي، اقليتونو ته ټول حقونه ترلاسه دي٬ رياست د دوي د تحفظ اقدامات كوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د دې ډول پېښو لاره نيول د ټولنې د ټولو كسانو مشتركه ذمه واري ده۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری