اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سترو معيشتونو لرونكو هېوادونو نه د موسمياتي چېلنجونو مقابلې له د پاكستان په شمول نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو له د يو سوچ خپلولو او د مالي مرستې غوښتنه كړې٬ هيله ده چې د نړۍ سترو معيشتونو لپاره به دا هغه ګھړۍ وي كومه كښې به چې هغه د پاكستان په ډول نورو ذمه وارو هېوادونو مرستې له راوړاندې شي۔ پاكستان به هغه لوظنامې لپاره بشپړه هڅې كوي كومه چې وګړي او نړۍ د موسمتياتي بدلونو ناوړه اغېز نه اوساتي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د برطانيې ورځپاڼه دی تائمز كښې خپور مضمون كښې وزيراعظم د دې خبرې ذكر كړے چې د نړيوالې آب و هوا رسک انډېکس د تېرو لسيزو په مهال د آب وهوا اغېز پاكستان لپاره 8 م لوي خطر ګرځولے۔ هغه ليكلي چې د كال 2000ء نه وروستو د آب وهوا بدلون د لاسه پاكستان كښې 9،989 كسان مړه شوي۔ د 3 اربه 80 کروړه ډالره زيان شوے او 152 موسمی سختې پېښې رامخې ته شوي۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان د موسميياتي بدلونونو خرڅونه وړاندې نه د كلن وفاقي بجټ 6 فیصده ته نزدې دي كوم چې تر خطرناك حد رسېدونكې دي۔ هغه ووئيل د موسمياتي بدلون مخنيوي له به معاشي خرڅونه كول وي۔ هغه ووئيل د زياتېدونكو اثراتو سره زمونږ د كلن ضرورت اندازه 7 نه تر 14 بلین ډالره لګولې شوې۔ د کووېډ 19 د لاسه د شوي بشري او معاشي زيان په اړه هغه ووئيل د ګلاسكو سی او پی 26 د مشرانو غونډه ډېره مهمه وه ولې چې دغې غونډې د تفاهم او د شريكې مرستې د لارې د دې چېلنجونو مقابلې له يوه ځانګړې موقعه راكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان كښې د پشكال موسم ” هيله او يره” دواړه لري۔ هغه ووئيل هيله دا ده چې بارانونه به زمونږ زمكه اوبه كړي او د سختې ګرمۍ نه پس به زمونږ ښارونه په په زړه پورې موسم ولري او يره دا ده چې بارانونه به زيات وشي۔ د دريابونو بندونه به وشلېږي او سيمې به سېلابونو سره مخ شي۔ هغه ووئيل د ګرمۍ په تېر موسم كښې پاکستان په يو پېړۍ كښې د زيات باران كېدو صورتحال وليد۔ د كراچۍ لويه سيمه د اوبو لاندې شوه۔ د زرګونو په شمېر كورنۍ بې كوره او د 100 نه زيات كسان مړه شول۔ وزیر اعظم ووئيل زمونږ حكومت تر 2030 د 60 فیصده توان مکس صفا کاربن فري انرجی او د 30 فیصده تږ راتګ ګرین انرجی باندې د منتقل كولو منصوبه لري۔ هغه ووئيل د پاك توان دا شفټ به زمونږ د 10 بلينه اونو نالولو ويژن ترسره كړي۔ په دې كښې تر كال 2023 اول د 650 لکه ډالرو په مصرف كولو 3.3 بلین اونې نالول دي او د دې په مرسته د 10لکه هېکټر نه زيات کاربن جذب کوؤنكې ځنګلې بحالول دي۔ وزیراعظم ووئيل په ګرين محرك پروګرام كښې تر كال 2023 د هېواد محفوظې زمكې كورېج تر 15 فيصده او د سمندري زمكې تر 10 فيصده زياتول شامل دي۔ هغه ووئيل د وبائي رنځ كووېډ 19 په مهال حكومت د 15نوې قامي پاركونو اعلان كړے۔ عمران خان ووئيل خپلو دنګو غرونو٬ شنو واديوو ٬ بهېدونكو دريابونو او مېنګروز سره پاكستان د فطرت د ښكلا عكاسي كوي خو كله چې ګلېشير ويلې شي نو بارانونه ډېر كېږي او اولس پرېشانۍ سره مخ كېږي۔ هغه ووئيل مونږ وړاندې نه موسمياتي بدلونونو سره مخ پاتې يؤ۔ هغه د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د هغې لوظنامې لپاره بشپړه هڅې كوي كومه چې خپلو وګړو او نړۍ له د آب وهوا ناوړه اغيز نه د ساتلو سباؤن وركړي
پاكستان به هغه لوظنامې له بشپړه هڅې كوي كومه چې خپل وګړي او نړۍ د موسمياتي بدلون ناوړه اغيز نه اوساتي ۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری