اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود خرم دستګير خان د حكومت لخوا د شنګھائي همكارۍ تنظيم (اېس سي او) س??مش??يزې غونډې په كوربتوب د و??اړ څرګندونه كولو سره وئيلي دي جې ايس سي او غونډه به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره سره د اقتصادي موقعو رامخې ته كولو صلاحيت په ډاګه كړي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل دې تاريخي اقدام ته د چين په شمول ټول ګاونډي هېوادونو سره د پاكستان اړيكې پياوړې كولو كښې د يو مهم ګام په توګه كتلې شي۔ ده زياته كړه چې د اېس سي او س??مش??يزه غونډه د تجارت، معیشت، سرمایہ کارۍ، صنعت، تعلیم، دفاع، زراعت اود كلتور په څير مهمو څانګو كښې نزدې اړيكې لا ښه كولو له يو پلېټ فارم وړاندے كوي۔ ده ووئيل دا هېواد لپاره د و??اړ وړ ګھړۍ ده كومه چې په پاكستان د نورو قامونو د ز??اتېدونكي باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د اېس سي او س??مش??يزه غونډه د روسيه ٬ چين ٬ هند او بېلاروس په شمول د نورو غړو هېوادونو مشران او استازي يو ځايې ته راجمع كوي دغسې چې امنيت ٬ معيشت او د كلتور په څير نورو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د اېس سی او س??مش??يزې غونډې په مهال د قامي يووالي په اهميت زور راوړو۔ ده د دې نړيوالې غونډې د كوربتوب اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل دا په غړو هېوادونو د پاكستان د ز??اتېدونكو اثر او په پاكستان د دغې هېوادونو د ز??اتېدونكي باور عكاسي كوي۔
ايس سي او غونډه به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره سره د اقتصادي موقعو رامخې ته كولو صلاحيت په ډاګه كړي:خرم دستګیر خان
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری