اسلام آباد۔10 اګست(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه 86 كسان مړه شوي كومو كښې چې 32 په وېنټيلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 3 زره 884 وګړو د كووډ -19 ټېسټ مثبت راغلے۔ ګرد هېواد كښې د كورونا ناروغتيا نه تر دې دمه 9 لكه 67 زره 73 كسان ښه شوي۔ په آزاد كشمير او بلوجستان كښې د كووډ-19 كوم رنځور په وېنټېلېټرز نشته۔ په ګرد هېواد كښې د كووډ – 19 لپاره په بېلو كړو وېنټيلېټرز 448 رنځوران پراته دي۔ د اېكټو كېسونو شمېره 84 زره 427 او د ځپليو مجموعي شمېره 10 لکه 75 زره 504 ده۔ هېواد كښې د كووډ – 19 په مجموعي توګه 1 كروړ 65 لكه 51 زر 440 ټېسټونه شوي۔ ګرد هېواد كښې دا وخت د كووډ-19 درملنو له بېلو كړو 639 روغتونونو كښې 5 زره 10رنځوران داخل دي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن