اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند د هندي خارجه وزير په فېټف د سياست كولو په اعتراف خپل غبرګون څرګندولو كښې وئيلي دي پاكستان د هند لخوا په انټرنېشنل مني لانډرنګ او د ترهګرۍ په مالي اعانت د سياست كولو د اعتراف نه پس د فنانشل اېكشن ټاسك فورس صدر سره په مراجعه كولو غور كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو بيان كښې وئيلي دي د هند بيان نه يوازې د ھغوي اصلي څېره بې نقابه كړې بلكې په اېف اے ټي اېف كښې د هند د منفي كردار په اړه د پاكستان د پخواني موقف تائيد هم كوي٬ وياند ووئيل پاكستان عمر له نړيوالې ورورولۍ ته اېف اے ټي اېف د سياست كارۍ په توګه د كارېدو او د هند لخوا د دې عمل ته د زيان رسولو په اړه نړۍ خبر كړې ۔ وياند ووئيل په دې وروستيو كښې د هند بيان د تعصب لرونكو هلو ځلو برخه ده او د خپل تنګ نظرو سياسي عزائمو بشپړولو لپاره د پاكستان په ضد د يو مهم تكنيكي فورم د كارولو نه هم ډډه نه كوي۔ وياند ووئيل پاكستان په پخوا هم د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د هند شخړيز كردار بې نقابه كولو او د هند اوسنے اعتراف به هم د اېف اے ټي اېف او په پراخه كچه د نړيوالې ورورولۍ په نوټس كښې راولي۔(GUL)
د هند خارجه وزير د اعتراف نه پس پاكستان د فېټف صدر سره په مراجعه كولو غور كوي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے