اسلام آباد۔11مئی (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی وئيلي دي په كورونا وائرس وبا په بشپړه توګه قابو موندلے كېدې نه شي۔ د احتياطي تدبيرونو كومو كښې چې لاس وينځل ٬ ماسك اچول او سماجي فاصله ساتل شامل دي بايد خيال وساتلې شي۔ پاكستان بهترۍ پلو روان دے ٬ ډېر زر به په دې وباﺀ قابو وموندلے شي۔ هغه د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل پاكستان او د منطقې په نورو هېوادونو كښې د كورونا شمېرو ته ډېر نزدې نه ګورم۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي ستاسو هڅې به رنګ راوړي۔ هغه ووئيل د كورونا وائرس وبا په مهال 7 خبرې د ذكر وړ پاتې شوې۔ د پاكستان انتظامي معاملات ښه پاتې شول۔ علماء كرامو و او ميډيا ناصحانه كردار ولوبو۔ مونږ جوماتونه پرانستې وساتل او خپل پروردګار سره مو تعلق په ځائې وساتلو۔ روزګار مو د تباهۍ نه بچ كړو۔احساس پروګرام د يو غوره سماجي مرستې پروګرام په توګه رامخے ته شو۔ په قامي او صوبائي كچه مناسبه مرسته وليدلې شوه۔ هغه ووئيل ستاسو لخوا غوره نظم وضبط روان دے۔ د ټولو نه سهي ولې بيا هم دومره خلقو عمل كړې چې بچ پاتے شؤ۔ هغه ووئيل اوس هم په كورونا مونږ بشپړه قابو لا موندلے نه دے خو دې ته نزدې شوې يؤ او كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به په دې قابو ومومؤ۔ هغه ووئيل زما ملګرو مونږ له به يو ماتې خوړي ذهنيت سره ژوند كول بندول وي۔ تاسو د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده او پاكستان د بهترۍ په لاره روان دے۔
پاكستان بهترۍ پلو روان دے۔ په كورونا وائرس به ډېر زر قابو ومومؤ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي ټويټ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر