کراچۍ ۔16مارچ (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او ډپټي چئيرمېن مرزا محمد آفریدی ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړ۔ د نهې په ورځ د جاري كړې اعلامېې له مخې ملاقات كښې په آئين او قانون سازۍ ٬ د اولس خېر ښېګړې له په پورته كېدونګو ګامونو ٬ د صوبو ترمينځه همغږۍ ته په وده وركولو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سندھ ګورنر ووئيل د پرمختيائي منصوبو ترسره كېدل او د اولسي فنډز تحفظ له قانون سازي مهم ضرورت دے۔ هغه زياته كړه سېنېټ كښې آئين سازۍ كښې به اولسي ګټې ته تر ټولو اول پام كولے شي
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری