قاهره 14 مارچ (اے پي پي) وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او چوهدري فواد حسېن د سېنېټ ټاكنې بائيللو نه پس د هېواد او رياست په ضد د بيان بازې غندنه كولو سره وئيلي دي چې سياسي لاوارثانو د حكومت په ضد كمپائن پېل كړے، د الطاف حسېن او نواز شريف سياست يو شان دے، بايد الطاف حسېن جوړېدونكو ته د دې د انجام پته هم وي، د احتساب قومي بيور﴿نېب﴾ خپلواكه اداره ده خو مونږ او د پاكستان د اولس غواړو چې نېب چې كوم هم كېس پېل كړي هغه دې انجام ته ورسولې شي، مريم او بلاول د سياست تجربه نه لري، د اپوزيشن لانګ مارچ هم د ميثاق جمهوريت د آرټيكل 21 خلاف ورزي ده، اپوزيشن دې د لانګ مارچ په ځائ زمونږ مېنډېټ منلو سره انتخابي اصلاحاتو او قانون سازې لپاره زمونږ ملګرتيا وكړي، اپوزيشن سره د كرپشن نه علاوه په هره معامله خبرو ته تيار يو. دوي دا خبرې د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې شريك خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د كورونا وبا شدت يو ځل بيا مخ په زياتېدو دے، د درې زرو نه زيات كېسونه ريكارډ كړې كېږي. د وبا په تېره چپه كښې د حكومت عملي ډېره كاميابه وه، وبا لپاره احتياطي تدابير ډې ضروري شوي دي. ده ووئيل چې معيشت داسې پړاٶ ته داخل شوے چې پكښې استحكام راغلې، كاروبار مخ په وړاندې روان دے. ده ووئيل چې په اېس او پيز به عمل كول وي، د ژوند نه خوږ څيز نشته. ده ووئيل چې سياسي لاوارثانو د حكومت په ضد يو كمپائن پېل كړے. په وزيراعظم د اعتماد ووټ سره هغه مايونه شوي دي او د سېنېټ په ټاكنو كښې هم هزيمته شوي دي، اپوزيشن خپل سياسي مرګ ويني. ده ووئيل چې پي ډي اېم يو داسې ټولګې دے چې په خپلو كښې ئې جوړ نه جوړېږي. په دوي كښې اختلافات رامېنځ ته شوي دي. د سېنېټ په ټاكنه كښې ثابته شوې چې ن ليګ د پي پي او پي پي د مولانا په خېټه چاړه منډلې. په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې زمونږ ګوند دوه بيانيې لري يو احتساب او بل سپېځلې ټاكنې. ده ووئيل چې تحريك انصاف د ټول هېواد نمائنده ګوند جوړ شوے، هم داسې حكومت هم د ټولو صوبو نمائنده حكومت دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د جاسوسي كېمرې په بهانه مصطفٰی نواز كهوكهر او مصدق ملك د سېنېټ الېكټرك وائر خراب كړے. هسې خو 60 زره روپې زيان دے خو دوي ته د 54 زره بل لېږو.
سياسي لاوارثانو د حكومت په ضد كمپائن پېل كړے. د وفاقي وزيرانو سېنېټر شبلي فراز او چوهدري فواد حسېن خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری