اسلام آباد 14 جون (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي د پاكستان او ايران ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخخ كولو ضرورت دے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه به دوه اړخيزه اقتصادي سفارتكاري قوي كولې شي٬ده دا خبرې د تهران دورې په موقع د اسلامي جمهوريه ايران خبري اژانس(ارنا)سره په خپله مركه كښې وكړې۔ده ووئيل تجارت آسانولو او د ايران او پاكستان حقيقي صلاحيتونو څخه ګټه پورته كول مونږ لپاره مهم دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس پخوانۍ تاريخي اړيكې لري۔ده ووئيل پاكستان ٬ زما ګوند او د ده كورنۍ د ايران اولس سره پخوانې اړيكې لري او هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو زياتولو او په دې كښې د بهترۍ خواهش لري۔ده ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړيكې زياتول غواړي او اقتصادي سفارتكارۍ ته پام لرنه كوي۔پاكستان ايران سره هم مرستې ته وده وركول غواړي٬مونږ په سرحدي منډيانو پرمختګ غواړو او د دواړو خوا تجارتي چارو آسانولو لپاره يو اوږد سفر كول غواړو۔ د افغانستان په اړه ده ووئيل د افغانستان صورتحال د هر چا په ذهن كښې دے٬په خاص توګه هغه خلق كوم چې په منطقه يا ګاونډ كښې دي او په دوي په افغانستان كښې د كېدونكي پرمختګ نيغ په نيغه آغېز كېږي۔خارجه وزير ووئيل په دې موضوع به ژورې خبرې كوم۔ده ووئيل د ايران دوه ورځنې دورې په مهال به د ايران خارجه وزير سره د شريكې خوښې په ټولو چارو تفصيلي خبرې كېږي
د پاكستان او ايران ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخه كولو ضرورت دے۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا