اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا روايتي موسيقې او محسود اتڼ د اسلام آباد د لوك ميلې مېدان وګټلو. د اسلام آبا په لوك ورثه كښې د خېبر پښتونخوا د سېلګرې او كلتور اتهارټۍ په مرسته د لوك ورثه ترسيوري لاندې مېله په كاميابې سره سر ته ورسېده. په مېله كښې د ټولو صوبو هنرمندانو د خپل فن څرګندونه وكړه. په مېله كښې د خېبر پښتونخوا هنرمندانو روايتي رباب موسيقي او محسود اتڼ وړاندې كړو. سېلګرو د موسيقې او اتڼ نه ډېر خوند واخستو او د دې ئې ډېره ستائنه وكړه. په لوك مېله كښې د نورو صوبو پشان د خېبر پښتونخوا كلچر اېنډ ټورازم اتهارټۍ هم د صوبائي كلتور 30 سټالونه لګولي وو. په مېله كښې د خېبر پښتونخوا هنرمندانو د خپل فن څرګندونه كولو سره مېدان او د سېلګرو زړونه وګټل.
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری