ملتان۔8 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي ترهګر زمونږ ټولنې لپاره سخت خطر ګرځېدلي دي۔ زمونږ وسله والو ځواكونو ٬ د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو او وګړو د زرګونو په شمېر د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ پاكستان ترهګرۍ تر ټول زيات ځپلے دے۔ كومه چې په په زياتره وختونو كښې د پولې پورې غاړه مرستې سره شوې ده۔ پاكستان د هر ډول ترهګر كارروائيو غندنه كوي٬ هغه كه د وګړو لخوا وي ٬ د ډلو لخوا يا د رياستونو لخوا۔ مونږ له به كوم هېواد ته دا اجازه وركول نه وي چې هغه د سياسي مقصدونو لپاره په اولس يا ټولنو د ترهګرۍ تورونه ولګوي۔ د ترهګرۍ مخنيوي له پاكستان په يو بشپړه نېشنل اېكشن پلان عمل كوي۔ مونږ د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ مالي مرستې مخه نيوي له فعاله ګامونه پورته كړي دي۔ زمونږ د خلکو خوشحالۍ ٬ ټولنیزې ودې او په منطقه كښې امن لپاره دا ضروري ده چې اوږد مهاله شخړې په سوله ایز ډول حل شي.هغه د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د ځائي تنظيم ترسېوري لاندې د دوه ورځني وركشاپ د پايې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د اسلامو فوبيا په ضد ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ آزادۍ سره د رائې څرګندونې حق كارول د ذمه وارۍ تقاضا كوي۔ د كم او زيات دوه اربه مسلمانانو زړه ازارولو له دې د دې د كارولو اجازه ورنكړې شي۔ مونږ له به په اجتماعي توګه په ګرده نړۍ او په خاص توګه په خپله سيمه كښې د زياتېدونكې قوم پرستۍ او فشاسټ رجحاناتو غندنه كول وي۔ مونږ په شخړيزو سيمو كښې د جغرافيائي بدلونونو اقداماتو غندنه كوؤ۔ دا يو اړخيزه اقدام په منطقه كښې د مرستې او همغږۍ چاپېرچل پېدا كولو له زمونږ د هڅو په لاره كښې تر ټولو لويے خنډ دے۔ په دې اړه مونږ د ملګرو ملتنو د سلامتي كونسل د قراردادونو خيال ساتل ضروري ګڼو۔ هغه ووئيل په سيمه كښې امن په ځائې كېدو له يو امناكه او مستحكم افغانستان ضروري دے۔ پاكستان د اولې ورځې نه دا خبره كوي چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ پاكستان په افغان مشرتابه كښې د قبلولو وړ بشپړه مذاكراتو د لارې د افغان مسئلې حل ملاتړ كوي۔ ځینې عناصر په سیمه کې د امن دښمنان دي. مونږ بايد هغه عناصرو د نظر لاندې وساتو كوم چې په افغانستان کې د سولې هڅې له منځه وړل غواړي۔ هغه ووئیل چې سوئیلي پنجاب يو سوله ايزه منطقه جوړول ٬ ددې هويت په ځائې ساتل او د سولې او زغم پېغام ته وده وركولو له د سوئيلي پنجاب ملټي ستېك هولډرز وركنګ ګروپ كردار ډېر اهم دے۔ سوئیلي پنجاب یوه سوله ایزه سیمه ده ، دلته د ورورولۍ او همغږۍ عالي مثالونو موجود دي خو اوسنۍ پېښې او راتلونكې وخت نظر كښې نيولو سره به هر مكتب فكر سره تعلق لرونكو خلكو له بشپړه كردار ترسره كول وي دغسې چې مونږ پاكستان كښې د سوئيلي پنجاب او په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبته څېره رامخې ته كړو۔ په دې موقعه د سوئيلي پنجاب بېلو سيمو سره تعلق لرونكو مذهبي سكالرانو او د سول سوسائټۍ او ميډيا غړو د بھونګ پیښې سخته غندنه كولو سره ووئيل مونږ له به د دې پلېټ فارم د لارې محرم الحرام كښې دا خبره باوري كول وي چې د دې ډول پېښو به مخنيوي كولې او منطقه كښې د امن ٬ زغم او ورورولۍ فضا به په ځائې ساتلې شي۔
په سيمه كښې امن په ځائې كېدو له يو امناكه او مستحكم افغانستان ضروري دے۔ كوم هېواد ته به سياسي مقصدونو له د تورونو لګولو اجازه ورنكړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات