اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او سوئټزلينډ ترمينځه د سټيك هولډرز شريك مشاورت نه پس په آزادانه تجارتي لوظ نامه د زر تر زره د لاس ليك كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د لوظ نامې څخه به د تجارت او معيشت په څانګو كښې ښه والے او تندرفتاره مرستې له به باضابطه فريم ورك ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د سوئټزلينډ موده ترسره كونكې سفير بینیډکټ ډی سرجټ سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو ۔ده ووئيل نړيواله ورورورلي دې په هند كښې د زياتب شوې اسلامو فوبيا او شرخوښۍ په سنجيدګۍ سره نوټس واخلي٬نړيواله ورورولي دې هند كښې اقليتونو ته د دړكو او اسلاموفوبيا سره د تړلې تشدد پیښو مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي۔صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د شخړو ښكار هېوادونو كښې د كشيدګۍ او ناامنۍ كمولو لپاره عملي اقدامات وكړي٬د اړي ګړي ښكار هېوادونو كښې دې د امن لپاره سازګار حالات راپېدا كړے شي دغسې چې د دوي آبادي د كډوالو جوړېدو څخه وساتلې شي۔صدر مملكت هيله څرګنده كړه موده ترسره كونكے سفير به د دواړو هېوادونو ترمينځه د سيلګرۍ په اړه د مرستې بشپړ صلاحيت كارولو لپاره كار وكړي٬پاكستان په معيشت او تجارت كښې سوئټزرلينډ سره د اوږدې مودې شراكتدارۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔صدر ووئيل پاكستان د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د سوئټزرلينډ كردار ستائي۔صدر موده ترسره كونكي سفير ته په پاكستان كښې په غوره ډول په موده بشپړولو مباركي هم وركړه
صدر ډاكټر عارف علوي سره د سوئټزرلينډ موده ترسره كونكې سفير د مخه ښې ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria