اسلام آباد۔5فروری(اے پی پی)صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه د نړيوال قانون په شمول د ملګرو ملتونو د چارټر٬ څلورم كنونشن او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د كشمير يو والي ورځې په مهال خپل پېغام كښی صدر مملكت ووئيل نن مونږ د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو له د كشمير اولس ځانګړي عزم ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ٬ ټول پاكستانے اولس دوئي سره څنګ په څنګ ولاړ دے۔ هغه ووئيل كلك باور لرؤ چې كشميرے اولس به د ظلم او جبر ناجائزې قبضې په ضد روانو خپلو زړه ورو هلو ځلو كښې بريالے شي۔ صدر ووئيل كشميرے اولس د تېرو 7 لسيزو نه سختو حالاتو او ظلم زياتي سره مخ دے٬ په دې موده كښې كشميري اولس صبر ٬ زغم او استقامت سره د هندي بربريت مقابله كړې ٬ هند په كشمير كښې خپلې غېر قانوني قبضې ته دوام وركولو له هر ډول غېر انساني چالونه او د بربريت قانون كارولے۔ هغه ووئيل 9 لكه نه زيات قابضو هندي عسكرو كشمير په يو لويې زندان بدل كړے۔ صدر ووئيل د هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه د نړيوال قانون په شمول د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ څلورم كنونشن او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده ٬ د نړيوال قانون له مخې د رياست جموں وكشمير په اړه حتمي پرېكړه يوازې د كشميري اولس د خوښې له مخې د ملګرو ملتونو د اهتمام لاندې په سپېځلي ډول د رايو شمېرې جمهوري تګلارې سره ممكن ده۔ هغه ووئيل په كشمير كښې د هندي اقداماتو د لاسه په سوئيلي آسيا او نړۍ كښې ناوړه اثرات مرتب كېږي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان نړيوالې ورورلۍ څخه يو وارې بيا غوښتنه كوي چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو كولو د هند محاسبې لپاره عملي ګامونه پورته كړي۔ هغه ووئيل د كشمير مسئلې سپېځلې حل منطقه كښې د تلپاتي امن او پرمختګ يوازينۍ لار ده۔ صدر كشميري وروڼو خوېندو ته باور وركړو چې مونږ د كشمير په اړه په خپل اصولي دريځ كلك ولاړ يو تو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د دوي د هڅو ملاتړ كوؤ۔ هغه ووئيل د كشميري اولس د خوښې او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل د پاكستان حتمي مقصد دے۔
د هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه د نړيوال قانون پشمول د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ څلورم كنونشن او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د كشمير يووالي ورځې په مهال پېغام
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena