اسلام آباد27جنوری(اے پی پی)پاكستان د فلسطين په جنين ښار د اسرائيل د بريد سخته غندنه كړې چې پكښې د يوې بو??ۍ مېرمن پشمول ګڼ شمېر بې ګناه فلسطينيان شهيدان او 20 ژوبل شوي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د روانې مياشتې په مهال د سرائيلي ??ارحيت په نتيجه كښې 30 فلسطينيان شهيدان شوي ۔په بيان كښې وئېلي ??وي پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د اسرائيل قابضو ځواكونو د دې كاروائيو مخ نيوے او د فلسطين اولس بشري حق??نو مناسب تحفظ باوري كولو كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔وياندې په دې بيان كښې وئېلي ??ي پاكستان د فلسطيني اولس بنيادي حق??نو پشمول د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپ??ره د هغوي جائز هلو ځلو له د مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔بيان له مخې د پاكستان حكومت او اولس د ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او په دې بريد كښې د ژوبل شوو بشپړه او زر روغتيا لپ??ره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو او د او آئي سي اړوندو قراردادونو له مخې د 1967 نه وړاندې پولې او القدس شريف د دې پايه تخت په توګه د عمل وړ او د آزاد فلسطيني رياست لپ??ره د خپلې غوښتنې تجديد كوي
پاكستان د فلسطين په جنین ښار د اسرائيل د بريد غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔