اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) صدر مملکت سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن ته د حق رسېدلو پاليسي هولډرز كورنيو ته د 7 لكه روپو د انشورنس كلېمز وركولو امر سره وئيلي دي د پاليسۍ اخستو په وخت د رنځ موجودګي ثابتول د انشورنس كمپنۍ ذمه واري ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ صدر وئيلي دي د انشورنس آرډيننس كال 2000 له مخئ انشورنس پاليسي د ترلاسه كولو نه دوه كاله پس پوښتنه نشي كېدې ۔ تفصيلات له مخې حق رسېدلي اظهر حسېن او مظهر حسېن به پرله پسې 6 لکه او د يو لك روپو انشورنس پاليسۍ اخستې وې او د حق رسېدو نه پس انشورنس کمپنو د رنځونو پټ ساتلو په بنياد كورنيو ته د رقم ادا كولو نه انكار كړے، صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاليسۍ اخستو په وخت د رنځ موجودګي ثابتول د انشورنس كمپنۍ ذمه واري ده۔ د يادونې وړ ده د پاليسي هولډرز د وفات نه پس انشورنس كمپنۍ د رنځ پټ ساتلو په بنياد كورنيو ته د رقم ادا كولو نه انكار كړے او كورنيو انصاف لپاره وفاق محتسب سره رابطه كړې او د معقول ځواب په نه راتللو د سټيټ لائف په ضد پرېكړه اورولې شوې وه او په اپيل كولو صدر مملكت د وفاقي محتسب پرېكړه برقرار ساتلو سره كمپنۍ ته د انشورنس په درېشو ورځو كښې د كلېمز ادا كولو امر وكړو
صدر مملکت سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن ته د حق رسېدلو پاليسي هولډرز كورنيو ته د 7 لكه روپو د انشورنس كلېمز ادا كولو امر وكړٶ٬ د پاليسۍ اخستو په وخت د رنځ موجودګي ثابتول د انشورنس كمپنۍ ذمه واري ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ