اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې راوي اربن ډوېلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې هېواد لپاره مهمې دي٬ د منصوبو هدفونه په ټاكلې موده كښې د نه ترسره كوٶنكو اهلكارو په ضد دې كاروائي وكړې شي، د پنجاب واكداران دې د دې منصوبو په ضد د زېرالتواء مقدمو موثره پېروي وكړي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د راوي اربن ډوېلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټرکټ په منصوبو د پېشرفت پحقله د جاج غونډه شوې۔ په دې موقعه وزيراعظم ووئيل دواړه منصوبې هېواد لپاره مهمې دي، حکومت كومو ذاتي ګټو له نه بلكې د اولس خېرښګړې لپاره كار كوي۔ وزيراعظم ووئيل دا منصوبه د نورو ستونزو لرې كولو سره سره د آلودګي كمولو لپاره ضروري دي، د منصوبو هدفونه په ټاكلې موده كښې د نه ترسره كوٶنكو اهلكارو په ضد دې كاروائي وكړې شي ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت تعميراتو لپاره تاريخي منصوبې پېل كړې دي كومو ته چې په تېرو 20 كالو كښې يو حكومت پام نه دې كړې، پارکس، پاك توان او د نړيوال معيار نورې دا ډول منصوبې به ماحول دوست جوړولې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پنجاب واكداران دې د دې منصوبو په ضد د زېرالتواء مقدمو موثره پېروي وكړي
راوي اربن ډوېلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې هېواد لپاره مهمې دي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي اربن ډوېلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټرکټ په منصوبو د پېشرفت جاج اخستلوغونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada