قاہرہ۔19دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف به نن (د زيارت ورځ ) ??ه قاهره کښې يوه مصروفه ورځ تېروي۔ ?? وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د ډي اېټ (D-8) سرمشريزې غونډې ته خطاب كوي۔ د 11مې ډي اېټ غونډې سرخط “په ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ او اېس اېم ا??ز ملاتړ كول ٬ د سبا د اقتصاد جوړول” دے۔ وزيراعظم به په منځني ختیځ کښې د اسرائيلي جارحيت له امله په رامنځته ش??ي وضعیت غور لپاره او په غزه او لبنان کښې د بشري بحران او د بیارغونې ننګونو په اړه د ډي اېټ په خصوصي غونډه كښې ګډون كوي۔ تمه ده چې د سرمشریزې غونډې په موقع به وزیراعظم د اندونیزیا، ایران، ترکیې او مصر له ولسمشرانو او بنګله د عبوري حكومت چيف اېډوائزر سره دوه اړخیزې ملاقاتونه کوي۔ د پاکستان په پلاوي کښې نائب وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ شامل دے۔
وزيراعظم شهباز شريف به نن په قاهره کښې يوه مصروفه ورځ تېروي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب