ملتان 16 اکتوبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په نړيواله منډئي كښې د تېلو بېعې لوړېدو په نتيجه كښې په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې اضافه شوې، ټولې ادارې مثالي اړيكې لري، د حكومت نه بهر خلقو ته يوازې د صبر دعا كولې شو، د حكومت ختمولو د اپوزيشن خواهش نه شي پوره كېدے، د اپوزيشن نه حكومت كوم خطر نه لري، حكومت به آئيني موده پوره كوي ده دا خبرې تېره ورځ په خپله حقله كښې په بېلا بېلو سيمو كښې دستورو ته په خپله وېنا كښې وكړې. شاه محمود قريشي ووئيل چې د كورونا نړيوالې وبا د ټولې نړۍ معيشت ځپلې دے خو زمونږ حكومت هڅې كوي چې په اولس زيات بوج رانه شي. ده ووئيل چې ګراني اوسني حكومت لپاره يو لوي چېلنج دے. په دې لړ كښې زمونږ اقتصادي ډله كار كوي او هيله ده چې مثبت نتيجې به ئې راشي. ده ووئيل چې د هېواد معيشت بهترې لپاره كوټلي اقدامات كولې شي. ده ووئيل چې مونږ په منطقه او خاص توګه په افغانستان كښې د امن خواهش لرو. ده ووئيل چې پاكستان يو سوله ايز او مستحكم افغانستان غواړي، د منطقې سلامتيا او خوشحالې لپاره په افغانستان كښې پائيدار امن ډېر ضروري دے.
په نړيواله منډئي كښې د تېلو بېعې لوړېدو په نتيجه كښې په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې اضافه شوې. خارجه وزير شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج