کراچی۔13اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم مياں شهباز شريف د اسلام آباد نه كراچۍ ته د سفر په مهال په الوتكه كښې د كراچۍ او معيشت په اړه د يوې غونډې مشري وكړه او اړوندو چارواكو ته يې هدايات جاري كړل۔ د شورؤ په ورځ د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب د ټويټ له مخې وزيراعظم د سفر په مهال د كراچۍ او معيشت په اړه غونډه وكړه٬ عكسونه يۍ شيئر كړې شوي دي۔ مريم اورنګزېب په خپل ټويټ كښې ووئيل پاکستان به كه لويې څښتن ته منظور وي دومره چټک پرمختګ وکړي چې دې ته به “پاکستان سپيډ” وئيلې شي
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ