اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د متحده عرب امارات درې ورځنۍ دوره كاميابۍ سره ترسره كولو نه وروستو د نهې په ورځ ايران ته روان شو۔ په هوائي مېدان د اماراتي خارجه وزارت اعلی چارواكو ، یو اے ای كښې د پاكستان سفير افضال محمود او د سفارت خانې سينئر چارواكو خارجه وزير ته په مخه ښه ووې۔ خارجه وزير به خپل ايراني همڅنګ جواد ظريف سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ هغه به صدر ډاكتر حسن روحاني او پارليماني سپيكر محمد باقر غالب سره ملاقات كوي۔ خارجه وزير به د مشهد ښار دوره هم كوي۔ د پلاويو په كچه خبرو كښې به دواړه خارجه وزيران د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخا كولو په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې لا مستحكم كولو جاج اخلي۔ دواړه خارجه وزيران به د سلامتيا په عمومي وضعه او په خاص توګه په افغان امن عمل او د كشمير مسئله كښې په شوي پېش رفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دواړه به د ای سی او د سېوري لاندې د سيمه ايزې مرستې په مستحكم كولو هم غور كوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران دوره د دواړو هېوادونو ترمينځھ په لوړه كچه د تګ راتګ يوه برخه ده۔ ايراني خارجه وزير جواد ظريف د تېر كال 2020 په نومبر مياشت كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په بلنه د پاكستان دوره كړې وه۔ دغسې دواړو خارجه وزيرانو په 30 مارچ 2021 د تاجکستان پلازمينه دوشنبه كښې د هارټ آف ایشیا استنبول پروسېس وزارتی کنفرنس نهمې غونډې په مهال هم ملاقات كړے و۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي متحده عرب امارات نه ايران ته روانه شو۔ ايراني همڅنګ سره به ملاقات كښې د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات