اسلام آباد 19 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي د?? راوي اربن او سېنټرل بزنس ډسټركټ په هېواد كښې د كورونو او ودانيو په څانګو كښې نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې لپاره مهمې پروژې دي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د راوي اربن او سېنټرل بزنس ډسټركټ والټن پروژو د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل دا دواړه پروژې د حكومت مهمې پروژې ??ي كومې به چې په هېواد كښې جديد ، خودانحصاره ، پاكو او ??رين استوګنو او كاروباري اسانيو ته وده وركړي. ده ووئيل دا پروژې په هېواد كښې د كورونو او ودانيو په څانګو كښې نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارې ودې لپاره مهمې دي. وزيراعظم چارواكو ته دواړو پروژو لپاره د زياتې سرمايه كارې باوري كولو سپارښتنه وكړه. په دې موقع وزيراعظم ته د دواړو پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو.
راوي اربن او سېنټرل بزنس ډسټركټ په هېواد كښې د كورونو او ودانيو په څانګو كښې نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې لپاره مهمې پروژې دي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج