اپوزيشن ديارلس وارې د حكومت ډي رېل كولو هڅې كړې٬ مونږ ته د بې باورۍ تحريك نه دا خلق په زندان كښې ښكاري۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي کابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ


APP49-150222 ISLAMABAD: February 15 - Federal Minister for Information and Broadcasting, Chaudhary Fawad Hussain, Briefing Media Persons about the decisions taken in Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اپوزيشن ديارلس وارې د حكومت ډي رېل كولو هڅې كړې٬ مونږ ته د عدم اعتماد تحريك نه دا خلق په زندان كښې ښكاري، شهباز شريف، مولانا فضل الرحمان، بلاول بھټو، مريم نواز د پاکستان تاريك علامتونه دي، دوي هېڅ سباٶن نه لرې٬ دوي د ماضي خلق دي٬ وفاقي كابينې د مهمو شخصياتو په خاص توګه په مېرمنو د تور لګولو او د هغوي په ضد په سوشل ميډيا د ناوړه تورونو لګولو په لړۍ د تشويش څرګندونه كولو سره د دغې مخنيوي لپاره په قانون سازۍ زور رواړے ، کابينې نړيوالې كمپنۍ پيوجيو ته په پاکستان كښې د ګاډو كاروبار پېل كولو لپاره د خپلو ګاډو ټيسټنګ په غرض د درآمد اجازه وركولو نه علاوه د بشري خواخوږۍ په بنياد د 34 زره 500 مېټرك ټن مونګ دال د ورلډ فوډ پروګرام له مخې افغانستان ته د برآمد كولو، سعودي عرب سره د 821.8 مېليونه ډالرو قرض د موخره ادائيګۍ د لوظنامې منظوري وركړې، تر كال 2027 به په مجموعي توګه نزدې څلور اربه ډالره ادائيګۍ موخر شي كومه چې به د هېواد پرمختګ لپاره كارولې شي٬ كابينې د وفاقي حكومت د ګرېډ ون نه تر 19 د ملازمانو او د اېف سي او رېنجرز لپاره د 15 فيصد ډسپيرېټي ريډيکشن الاٶنس 2022 منظوري وركړې۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميديا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل د كابينې په غونډه كښې د وفاقي وزير علي زېدي پلار، د سېنټېر ثانيه نشتر مور او د قامي اسمبلۍ غړي خيال زمان بخښنې لپاره فاتحه خواني شوې۔ ده ووئيل کابينې د وفاقي حکومت او د اعليٰ عدليه ترمېنځِه د هېواد په مهمو چارو مشاورت لپاره د فورم جوړولو په ضرورت زور رواړے ٬ د دې فورم په موجودګۍ كښې به په مهمو انتظامي چارو كښې د غېر ضروري التواء خاتمې له مرسته تر لاسه شي٬ په مهمو زير التواء چارو كښې د ټېكس مقدمې٬ د سرمايه کاري، په انتظامي تعيناتيو د سټے آرډرز غوندې مهم مقدمې شاملې دي د كومو له امله چې هېواد ته زيات زيان رسي٬ دا مهال د اېف بي آر د 300 ټرېليونه روپو او د رېګوليټري اتھارټيز د 250 اربه روپو مقدمې په بېلا بېلو عدالتونو كښې زېرې التواء دي، كه د سټے آرډرز موده متعين كړئ شي نو هېواد او قام ته به ګټه ورسي۔ ده ووئيل دا ډېر زيات رقم دے ٬ د دې له امله انتظامي بحران راپېدا شوے ٬ په دې وزيراعظم او وفاقي کابينې د تشويش څرګندونه هم كړې۔ ده ووئيل د قانون وزير ته وئيلې شوي چې دا معامله د پاكستان سپريم كورټ او د هائي كورټ چيف جسټس سره پورته كړي٬ هيله لرو چې د پاكستان چيف جسټس به په دې معامله سنجيده نكته نظر رامخې ته شي، مونږ غواړو چې داسې يو سېټ اپ جوړ شي چې پكښې په لويو پرېكړٶ د حکومت او ادارو ترمېنځه بشپړه يوالې وي۔ ده ووئيل وزيراعطم عمران خان ادارو سره چلېدل غواړي او هم دا سبب دے چې زمونږ يوې ادارې سره جګړا نشته۔ ده ووئيل سپريم كورټ چې وزيراعظم ووبللو نه ھغه په نيم ساعت كښې سپريم كورټ ته ورسېد او په ماضي كښې چې كله يو وزيراعظم سپريم كورټ وبللو نو ھغه په عدالت بريد كړے ٶ۔ ده ووئيل تر كال 2027 ټولې 4 اربه ډالره ري شېډول شوي٬ په دې كښې پېرس کلب او نان پېرس کلب دواړه شامل دي۔ ده ووئيل تر اوسه په هېواد كښې نزدې د 2.5 اربه ډالرو نه زيات واكسين بېخي ويړيا لګولې شوي۔ ده راياد كړل چې د سندھ وزيراعليٰ وئيلي وٶ مونږ به واكسين راغواړو او لګوٶ به ئې خو اكنامك افيئرز ډويژن چې كوم رېكارډ وړاندې كړے د ھغې له مخې د سندھ حكومت د يو ډالر واكسين هم نه دې راغوښتي٬ ټول واكسين د وفاقي حكومت لخوا سندھ ته تللي٬ د دې باوجود په كراچۍ كښې د واكسين لګولو شرح د نورو ښارونو په مقابل كښې زياته متاثر كن نه ده ، ده ووئېل په دا سبب په كراچۍ كښې صورتحال زيات خرابېږي، هلته د ويکسينيشن زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل نزدې 725 مېليونه ډالره مونږ ته واكسين لپاره ترلاسه شوي، پاتې بېلا بېلو ذريعو څخه ترلاسه شوي، د دوه نيم بېليونه ډالرو نه زيات واكسين مونږ لګولي ٬ په دې سبب زمونږ زيان زيات شوے ۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د ري پول په انتخابي نتيجو وفاقي كابينې وزيراعظم له مباركي وركړې٬ په ري پول كښې تحريک انصاف ته چې كومه كاميابي ترلاسه شوې ھغه خوشبينه ده۔ ده ووئيل دې الېكشنز څخه يو ځل بيا ثابت شوې چې راتلونكې ټاكنې په اي وي اېم كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په پېښور او ډيره اسماعيل خان كښې په انتخابات كښې د ووټ مسترد كېدو شرح د ګټې او د بېلات نه مارجن زيات دے ٬ په اي وي اېم كښې ووټ نشي مسترد كېدے چې په سبب ئې اي وي اېم راتلونكې انتخاباتو لپاره ډېر ضرورې دے۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن ته وړاندې هم وئيلي شوي او بيا هم وئيل غواړم چې اداره دې د اي وي اېم پرچېز لپاره ټېنډر وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل په سوشل ميډيا او ځينې ټي وي چېنلز غېر مهذبه ژبه استعمالېږي كوم چې د پاكستان سنجيده طبقې لپاره د پرېشانۍ وړ صورتحال دے۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د كامرس وزارت په سفارش د سټيټ لائف انشورنس کارپورېشن د بورډآف ډائريکټرز د تنظيم نو كولو منظوري وركړې٬ د دې منظورۍ نه پس به د بورډ چيئرمېن سره به د سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن ، تجارت وزارت ، صحت وزارت او د خزانې وزارت نمائندګان د ډائرېكټرز په توګه شامل وي٬ د دې نه علاوه به نوموړي اقتصادي ماهران همايوں بشير، ښاغلې پورو سدوا، معين فودا او انور منصور خان د خپلواكه ډائرېكټرز په توګه شامل وي۔ ده ووئيل کابينې نړيوالې كمپنۍ پيوجيو ته په پاکستان كښې د ګاډو كاروبار پېل كولو لپاره د خپلو ګاډو ټيسټنګ په غرض سره د درآمد اجازه وركړې ۔ ده ووئيل کابينې د كامرس وزارت په سفارشات د بشري خواخوږۍ په بنياد 34 زره 500 مېټرك ټن دال مونګ د ورلډ فوډ پروګرام له مخې افغانستان ته د برآمد كولو، سعودي عرب سره د 821.8 مېليونه ډالرو قرضو د موخره ادائيګۍ لوظنامې منظوري هم وركړې، تر كال 2027 به په مجموعي توګه تقريباً څلور ارب ډالره ادائيګۍ موخر شي كومه چې به د هېواد پرمختګ لپاره كارولې شي٬ تر كال 2027 به په مجموعي توګه نزدې څلور ارب ډالره ادائيګۍ موخر شي كومه چې به د هېواد پرمختګ لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل کابينې ډاکټر نويد حامد دريو كالو لپاره د مانيټري پاليسي كمېټۍ كښې د غړي په توګه د تعيناتۍ منظوري وركړې ٬ دغسې کابينې د سيد جاوېد حسن په ښه كاركردګۍ د دريو كالو لپاره د نيوټېك د بورډ آف مينجمنټ چيئرمېن د تعيناتۍ منظوري وركړه۔ ده ووئيل کابينې د پاکستان د وړومبۍ ډيجيټل کلاٶډ پاليسۍ منظوري هم وركړې ٬ دا پاليسي په سركاري ادارو كښې ډيجيټل ډيټا د نړيوال معيار له مخې په ځائ ته د تحفظ وركولو لپاره جوړ كړې شوې٬ د دې پاليسۍ په سبب به په هېواد كښې د کلاٶډ کمپيوټنګ لپاره د افرادي قوت تربيه، مهمې پاليسي جوړولو لپاره د دېټا په وخت استعمال،د وسائلو موثر استعمال او په ډيجيټل سيکټر كښې د سرمايه كارۍ موقعې زياتولو له مرسته كوي۔ د دې نه علاوه هم د يو شمېر چارو منظوري وركړې شوې ۔ د اطلاعات وزير ووئيل كابينې د بريګيډيئر(ر) توفيق احمد په اېم پي ۔1 سکيل كښې د ډاېرېكټرجنرل نېشنل انسټيټيوټ آف اليکټرانکس (اين آئي اي) په چوكۍ د تعيناتۍ هم منظوري وركړې او دغس ېكابينې د ټرانسپورټ اينډ لاجسټک كمېټۍ په 27مه جنورۍ كال 2022 كښې د غونډې د پرېكړو توثيق كړے ۔ ده ووئيل كابينې د اداره جاتي اصلاحاتي كمېټۍ د پنځم او 12مې جنورۍ كال 2022 د غونډو د پرېكړو هم توثيق كړے دغسې كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ د 26 جنورۍ كال 2022 د غونډې د پرېكړو او د اي سي سي د 9 فروري كال 2022 د پرېكړو هم توثيق كړے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پټروليم مصنوعات د بيعې تعين د خزانې او پټروليم وزارت كار دے، دلته د پټروليم مصنوعاتو پېداوار نشته٫ مونږ له نړيوالې منډۍ څخه دا مصنوعات اخستل وي، كله چې هلته بيعه زياتېږي نو دلته هم زياتېږي٬ د بيعې زياتېدل تر ډېره وخت ايسارول مونږ لپاره ممكن نه ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن ديارلس ځل د حكومت ډي رېل كولو هڅې كړې٬ مونږ ته تحريك عدم اعتماد نه دا خلق په زندان كښې ښكاري ، شهباز شريف، مولانا فضل الرحمان، بلاول بھټو، مريم نواز د تاريك پاکستان علامتونه دي، دوي هېڅ سباٶن نه لرې٬۔ ده ووئيل د 1100 نه په زياتو چوكو پاكستان كښې الېكشن كېږي او جے يو آئي يوازې د 60 نه تر 70 چوكو باندې الېكشن كوي، پيپلز پارټي او ن ليګ هم د ډويژن په كچه پارټۍ دي٬ عمران خان وئيلي وٶ دا ټول غله به يو كېږي٬ او د دوي د يو كېدو مقصد يوازې خپلو مقدمو كښې ريليف ترلاسه كول دي ۔ ده ووئيل وزيراعطم جوړېدول د ډېرو هلو ځلو نامه ده٬ دې لپاره به دوي له سخته خواري كول وي۔ ده ووئيل د شهباز شريف کيسز مونږ نېغ په نېغه ښودل غواړو، دا مهال د برتانيې سپريم كورټ هم ټول كېسونه نېغ په نېعه ښائي ٬ دې كښې به عدالتونو ته كومه مسئله نه وي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس