اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د چين دوهم خارجه وزير كونګ ژوآن يو ووئېلې دي د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالمتيا به پرله پسې مرسته روانه ساتو٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو لپاره د پاكستان د قربانو ستائنه كوو۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سره د خبرو په مهال دواړو هېوادونو پ?? دوه اړخيزه زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د چين دوهم خارجه وزير څوك چې پ?? دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راغلې د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سره ملاقات كړے او خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري سره يې د پلاويو په كچه ليدلې دي ۔خارجه سېكتر د چين دوهم خارجه وزير د افغانستان تازه وضعې څخه خبر كړو او د خبرو د لارې يې افغانستان كښې د پوخ امن په اهميت زور راوړو۔پاكستان او چين په دې خبره سلا شول چې د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د څلورو ډلو مشاور??ي ډلې د لارې د افغانستان سره بايد ګټوره رابطه وساتلې شي۔ده د چين دوهم خارجه وزير مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په سوب د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال څخه خبر كړو او هيله يې ولرله چې نړيواله ورورولي به مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ ختمولو له په هند زور راوړي۔د چين دوهم خارجه وزير دوي سيمه كښې امن او پرمختګ لپاره د چين د هلو ځلو نه خبر كړه
د دواړو هېوادونو په زياتېدونكو دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania