اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داود نن د ګل په ورځ د طورخم پولې دوره كوؤنكي د اعلی كچې پلاوي مشري كوي۔ د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان لمخې د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبد الرزاق داؤد په مشرۍ كښې به د اعلی كچې يو پلاوې افغانستان لپاره د خصوصي استازي محد صادق په ملګرتيا كښې په 28 فرورۍ په طورخم پوله د افغانستان د تجارت وزير او د هغه ډلې سره ملاقات كوي۔ دا خبره د اتوار په ورځ د افغانستان انټر منسټریل کوآرډینیشن سېل (اے آئی سی سی) په غونډه كښې وكړې شوه۔ دا پلاوې به د طورخم پولې دوره كولو په مهال د پېاده تلونكو او د پولې پورې غاړه د ګاډو د نقل وحركت مشاهده كوي۔ وزیراعظم عمران خان د بشري بحران مخنيوي په لړ كښې افغانستان لپاره د 5 بلينه پېكج اعلان كړې دې۔ د وزيراعظم د ريليف پېكج نه ځانله پاكستان د روزانه په بنياد افغانستان ته د مرستې او خوراك سامان هم لېږي۔ په دې وروستيو كښې د افغانستان چېمبر يو پلاوي د پاكستان دوره هم وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي موقعو لټولو له ئې سوداګرې ورورولۍ سره خبرې وكړې
عبدالرزاق داود نن د طورخم پولې دوره كوؤنكي اعلی كچې پلاوي مشري كوي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا