كراچې 11 مارچ(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف د معذورو كسانو پشمول د ټولنې ټولې كمزورې طبقې په قامي چوكاټ كښې د شاملولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د دې نه بغېر د مجموعي پرمختګ مقاصد نه شي ترلاسه كېدے، د ستونزو حل په اړه غوره منصوبه بندۍ لپاره درستې شمېرې ضروري وي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پرعزم كسانو په اړه كانفرنس او د ورچوئل نندارتون ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر په خپله وېنا كښې ووئيل د ټولنې د كمزورو او محرومو طبقو حقونه په ډاګه كولو سره سره د دوي تحفظ لپاره هم اقدامات كولې شي. ده ووئيل په دې لړ كښې په ايوان صدر كښې مېرمنو، خاص كسانو او د تهېليسيميا رنځورانو سره په بېلا بېلو وختونو كښې د غونډو اهتمام شوے. په دې موقع صدر د مېرمنو او معذورې لرونكو كسانو حقونو لپاره د كمپائن په مشرې كښې د بېګم ثمينه عارف علوي ستائنه وكړه. ده ووئيل د خاص كسانو خېر ښېګړې په اړه منصوبه بندي ضروري ده او بايد په دې لړ كښې درستې شمېرې هم موجود وي. ده ووئيل دې مقصد لپاره د احساس پروګرام له مخې يوه سروے كولې شي
د احساس پروګرام له مخې د معذورو كسانو سروے كولې شي، د كمزورو طبقو تحفظ او خېبر ښېګړې ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي . د صدر ډاكټر عارف علوي د پرعزم كسانو په اړه كانفرنس او د ورچوئل نندارتون ګډون كوونكو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ