اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي پي ټي وي پروګرام كښې كشمير د هند برخه ښودلو په اړه پي ټي وي ته د پلټنو كولو سره د راپور وړاندې كولو وئيلي شوي، چې راپور راشي غونډې ته به وړاندې كړے شي. د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې ډاكټر بابر اعوان ووئيل جاوېد لطيف په دې ايوان كښې نكته پورته كړې وه چې د پي ټي وي پروګرام كښې كشمير د هند برخه ښودلې شوې ۔ ده ووئيل د پي ټي وي اېم ډي سره مې په دې معامله خبرې شوي. هغه باور راكړے چې هغه به پلټنې كولو سره د ذمه وارو ټاكنه كوي او راپور به اسببلۍ ته وړاندې كولے شي.
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش