اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د ف??ان?? د خارجه چارو وزارت عمومي سېكتر مورېس ګورډالټ وئيلي دي افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مثبت کردار د ستائنې جوګه دے۔ ده دا خبرې د پاکستان او ف??ان?? د دوه اړخيزه سياسي مشاورت دريالسم پړاٶ په موقع كړې۔ په غونده كښې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه ?? پاكستاني پلاوي او د فڅانس د خارجه چارو عمومي سېكتر مورېس ګورډالټ د ف??ان?? پلاوي مشري كوله۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخستلې شو او په سیاسي، اقتصادي ،تجارتي، سرمایه کارۍ، دفاع، تعلیم او د كلتور په اړه مرسته زياتول?? ته سلا راغله ۔ دواړو ډلو د اروپائي ائتلاف په نتاظر كښې په زياتې شوې مرسته هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خارجه سېكترې د جمهوري او سیاسي استحکام او هېواد كښې د امن او امان صورتحال كښې بهترۍ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بش??ي حقونو په تندۍ سره د خرابېدونكې صورتحال پحقله بريفنګ وركړو۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ خارجه سېكترې منطقه كښې د هېواد د خارجه پاليسۍ ترجيحاتو په خاص توګه په افغان مصالحتي عمل كښې د پاكستان د هلو ځلو پحقله بريفنګ هم وركړو۔ د ف??ان?? عمومي سېكتر موریس د ف??ان?? او اروپائي ائتلاف ته د وطن پرېښودنك?? ته ورمخې ته شوو پېښو پشمول نور چېلنجونه په ډاګه كړل۔ دواړو ډلو د نجي سېكټر ډاډګيرنې لته هم سلا شول
افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مثبت کردار د ستائنې وړ دے۔ مورېس ګورډالټ
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل