اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) وز??را??ظم عمران خان وئېلي دي د تېرو حكومتونو د ناسموو پالېسو په سوب اولس ستون??و سره مخ دے ٬په دې كښې شك نشته چې قام د يو سخت وخت سره مخ دے خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬پاكستان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالرو زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ په ګډه د تللو پھ عزم عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ كاروباري ورورولۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د يونائيټډ بزنس ګروپ چيئرمېن او د سارك چېمبر آف كامرس سينئر دوهم صدر افتخار علي ملك په مشرۍ كښې ده سره وز??را??ظم آفس كښې ملاقات كولو۔په دې موقع وز??را??ظم ته د سپريم كورټ آف پاكستان او وز??را??ظم ديامربهاشا او مومند بند فنډ لپاره د كاروباري ورورولۍ د اړخه د 9 كروړه 19 لكه روپو چېك وركړې شو۔كاروباري ورورولۍ د اړخه په چېك وړاندې كوونكو كښې د فېډرېشن آف پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري د پېنډۍ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د فېصل آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او د سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان٬د لاهور چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او نور نمائندګان شامل وو۔په دې موقع كاروباري ورورولۍ پلاوي عمران خان له باور وركړو چې د نوي پاكستان جوړولو په كمپائن كښې او سخت معاشي صورتحال مخ نيوي له به د حكومت ملګرتيا كولې شي٬پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وز??را??ظم ووئيل د تېرو حكمرانانو غلطو پالېسو په سوب اولس ستون??و سره مخ دے٬په دې كښې شك نشته چې په قام يو سخت وخت راغلې خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬ ده ووئېل پاكستان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالر زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ سره په ګډه د تللو عزم باندې عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل نن حالت داسې راغلې چې د هېواد لويې لويې قامي ادارې په زيان روانې دي۔ده ووئيل تېرو حكومتونو چې د هېواد سره څه كړي هغسې دښمنان هم نه كوي٬ وز??را??ظم ووئېل په هېوا?? كښې د وسائلو كمې نشته خو چې څنګه هېواد لوټ شوې د هغې مثال نه موندلې كېږي ۔ده ووئيل ډېر زر به په ټولو بحرانونو قابو وموندلې شي
پاكستان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالرو زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ سره په ګډه د تللو عزم لري
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ