اسلام آباد۔1مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګوندونو ته د مذاكراتو بلنه وركوم ٬ په روانه وضع?? كښې د مايوسه كېدو ضرورت نشته٬ باور دركوم چې د پاك پروردګار فضل سره به پاكستان كله هم ډيفا??ټ كېد?? سره مخ نه شي٬ د حكومت په خوارۍ كښې هېڅ شك نشته٬ هيله ده چې په راروانو څو ورځو كښې به معاشي استحكام پلو لاړ شؤ٬ بزنس كميونټي ته باور وركوم چې د هغوي د مسئلو حل له به په هر فورم غږ پورته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس لاندې بزنس رول ماډل ایوارډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اسلام آباد چیمبر د هېواد په ټولو چېمبرز كښ?? زيات ښكلے دے۔چېمبر ته باور وركوم چې بزنس كميونټي سره به په ګډه د دوئي د مسئلو حل كولو له كردار ترسره كوم۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګوندونو ته د خبرو بلنه وركوم٬ سياستمدار دې د يو بل عزت كول?? سره رول ماډل جوړ شي۔ ده ووئيل په روانه وضع?? كښې د مايوسه كېدو حاجت نشته۔ كه لويے څښتن ته منظور وي هېواد به كله هم ډيفا??ټ كېد?? سره مخ نه شي۔ هيله ده چې په راروانو څو اونيو كښې به معاشي استحكام پلو روان شؤ۔ ده ووئيل د بزنس كميونټي د مسئلو حل د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ دستورې ته د اسلام آباد چېمبر آف كامرس صدر احسن ظفر بختاوي هم خطاب وكړو۔
د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګوندونو ته د مذاكراتو بلنه وركوم ٬ پاكستان به كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي ٬ راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2