د وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته وېنا


اسلام آباد 24ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان نړۍ له خبردارے وركړے چې افغانستان كښې يو لويې انساني بحران راتللے شي او د هغې به نه يوازې د افغانستان په ګاونډيانو بلكې په هر ځاے سخت اثرات مرتب شي۔يو غېر مستحكم د اړي ګړي ښكار افغانستان به يو ځل بيا د نړيوالو ترهه ګرو لپاره محفوظ ځاے جوړ شي ٬ لهذا د مخ په وړاندې تګ بس يوه لار ده٬چې د افغانستان اولس په خاطر موجوده حكومت قوي او مستحكم كړے شي٬ د كرپټ حكمرانانو او اشرافيه د لوټ مار په سوب د مالدارو او غريبو هېوادونو ترمينځه فرق په خطرناك رفتار زياتېږي٬ د غربت په سمندر كښې څو شتمند جزائر به هم د موسمي بدلون غوندې په عالمي آفت بدل شي٬ د اسلامو فوبيا ډېر بد تر او ډېر سرايت لرونكے شكل دا وخت په هند راج كوي٬د نفرت نه ډكه هندتوا نظريه د كومې پرچار جې فاشسټ ار اېس اېس٬بي جي پي حكومت كړے٬ د اسلامو فوبيا يو بل ضرر رسونكے حقيقت دے د كومې چې مونږ ټولو له په ګډه مخ نيوي كولو ته اړتيا ده٬ شخړيز جمو او كشمير كښې د هند اقدامات د څلورم جنيوا كنوشن پشمول د نړيوالو بشري حقونو او انسانيت په اړه د قوانين خلاف ورزي ده او دا د جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرمونو برابر دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته وېډيو خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د افغانستان صورتحال٬ د جمو و كشمير شخړې٬اسلامو فوبيا او د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو٬ د موسمي بدلون چېلنجونو٬ د بدعنوانۍ او د كووېډ 19 وباﺀ اثراتو پشمول په ګڼو سرخطونو په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم اول پخپله وېنا كښې د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په صدارت سنبهالولو صدر له مباركي وركړه او ده د دې نه وړاندې صدر ولكن بوزكر ته هم په څرګندو كاميابيو پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د كووېډ 19 وبا د لاسه په پېښو سختو حالاتو كښې په ډېره پوهه د اسمبلۍ لارښونه كړې۔ده ووئيل نړۍ د كووېډ19 په سبب اقتصادي بحران او د ماحولياتي بدلون د لاسه د پېښو خطرو چېلنج سره مخ ده٬وائرس د قامونو او خلكو ترمينځه كم امتياز نه كوي او نه خو د غېر يقيني موسمي حالاتو څخه رامخې ته آفتونه كوم تميز لري۔نن مونږ ته راپیښې په ګډه خطرې نه يوازې د نړيوال نظام نزاكت څرګندوي بلكې د انسانيت يووالے هم رامخې ته كوي۔ده ووئيل د لوي څښتن په فضل پاكستان تراوسه د كووېډ وبا په مخ نيوي كښې كامياب پاتې شوے٬زمونږ سمارټ لاك ډاؤن تګلارې د قيمتي ځانونو او روزګار بچ كولو سره سره د معيشت دوامداره ساتلو له هم مرسته كړې٬ زموڼږ په سماجي تحفظ احساس پروګرام د يو نيم كروړ نه زياتې كورنۍ بچ كړې شوي۔وزيراعظم ووئيل موسمياتي بدلون نن د زمكې وجود ته په پېښو خطرو كښې يو دے٬د پاكستان د حرارت په نړيوال اخراج كښې برخه د نشت برابر ده۔ بيا هم مونږ په نړۍ كښې د موسمي بدلون اثراتو په حقله په لسو ډېرو ځپلے كېدونكو هېوادونو كښې شامل يو۔ده ووئيل د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه د ښې اګاهۍ په سبب مونږ په ماحولياتي پروګرامونو كښې د ټېن بېلين ټري سونامي منصوبې د لارې پاكستان كښې بيا ځنګلونه لګولي دغسې ٬د قامي ماحول تحفظ ٬ د تجديد وړ توان ته رجوع كول او د خپلو ښارونو څخه د خېرنوالي ختمولو او د موسماتي بدلون اثرات څخه د موافقت په لاره روان يو۔ده ووئيل د كووېډ 19 وبا ٬اقتصادي كساد بازارۍ او د موسمياتي ايمرجنسي درې اړخيزه بحران مقابلې لپاره مونږ يوې كوټلې تګلارې ته اړتيا لرو٬كومه چې په دې چارو اډانه پكار ده۔ د ويكسين په وركړه كښې مساوات٬په هر ځائے د كووېډ په ضد چې څومره زر ممكن شي ويكسين وركول پكار دي٬ پرمختګ كوونكو هېوادونو سره مناسب سرمايه پكار ده٬ د قرضونو جامع ري سټراكچنګ٬د پراخه شوې او ډي اے٬د استعمال شوې اېس ډي آرز بيا تقسيم او د اېس ډي آرز پراخه برخه پرمختګ كوونكو هېوادونو له بېلول د كلائمنټ فنانس وركولو د لارې باوري كېدې شي٬ مونږ له واضحه د سرمايه كارۍ تګلاره خپلول پكار ده كومه چې د غربت كمي له مرستياله وي ٬ روزګار له وده وركړي ٬تل پاتې بنيادي ډهانچه جوړه كړي او د ډيجيټل وېش خلا لرې كړي۔ده ووئيل زه تجويز وركوم چې سېكرټري جنرل دې د تل پاتې پرمختيائي اهداف(اېس ډي جيز)جاج اخستو او ګړندي عملدرآمد له په 2025 كښې د اېس ډي جي سمټ راوبلي۔وزيراعظم عمران ووئيل د پرمختګ كونكې نړۍ د كرپټ حكمرانانو او اشرافيه د لوټ مار د لاسه د مالدارو او غريبو هېوادونو ترمينځه فرق په خطرناك رفتار زياتېږي۔ده ووئيل د دې پليټ فارم د لارې زه د نړۍ پام د پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه د ناجائزه سرمايې تللو لعنت پلو راګرځول غواړم۔مالياتي احتساب٬سپيځلتيا او سلامتيا”اېف اے سي ټي آئي”په حقله د سېكرټري جنرل د اعلٰی كچ پينل اندازه لګولې چې د 7 كهرب غلا شوې اثاثې په مالياتي توګه خوندي ځايونو كښې پراته دي۔ده ووئيل دا منظمه غلا او د اثاثو غېر قانوني منتقلي په پرمختګ كوونكو هېوادونو ژور اثرات پرېباسي ۔دا د دوي د وړاندې نه محدود وسائل ختموي٬د غربت سطح لا پيچلې كوي٬په خاص توګه مني لانډرنګ په كرنسۍ فشار راوړي او د دې په قدر كښې د كمي سبب جوړېږي۔ ده ووئېل هر كله په موجوده شرح چې د اېف اے سي ټي آئي پينل دا اندازه لګولې چې يو كهرب ډالره د كال د پرمختګ كونكې نړۍ نه بهر ځي نو د شتمندو قامونو په لوري به په لويه پېمانه په اقتصادي توګه وطن پرېښودونكي حروج وكړي ۔ده ووئيل څه چې اېسټ انډيا كمپنۍ د هندوستان سره كړي هغه چالاك حكمرانان او اشرافيه د پرمختګ كونكې نړۍ سره كوي۔ده ووئيل دولت لوټ كوونكي لوېديزو پلازمينو او اب شور ټېكس بيونز ته دغه دولت منتقل كوي۔ وزيرعظم عمران خان ووئيل د پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه غلا شوې اثاثې بېرته اغستل د غريبانو قامونو لپاره ناممكن ده٬شتمن هېوادونه دا ناجائزه دولت بېرته وركولو له ترغيب يا كومه مجبوري نه لري او د ناجائزه ذريعو څخه جمع شوے دولت د پرمختګ كوونكو هېوادونو اولس سره تعلق لري۔زه دا ګڼم چې لرې نه ده يو وخت به راشي چې دا شتمن هېوادونه به د غريبو هېوادونو څخه په معاشي توګه وطن پرېښودونكو ته په لار كښې په ديوالونو وهلو مجبور شي۔ ده ووئېل زه اندېښنه لرم چې د غربت په سمندر كښې څو شتمن جزائر به هم د موسمي بدلون غوندې په عالمي آفت بدل شي۔ده ووئيل عمومي اسمبلۍ له د دې ډېرې پرېشانۍ او په اخلاقي توګه د ناوړه صورتحال مخ نيوي له مقصدي اقدامات كول پكار دي۔”د پناه ځايونه ختمول او د ناجائزه مالياتي بهاؤ مخ نيوي سره سره د پېسې ستنولو لپاره يو كوټلے ليګل فريم ورك جوړول د دې سنګينې اقتصادي ناانصافۍ مخ نيوي لپاره ډېر مهم اقدامات دي۔وزيرعظم ووئيل د سېكرټري جنرل د اېف اے سي ټي آئي په سفارشات بشپړه عملدرآمد كول پكار دي ۔ ده ووئيل اسلامو فوبيا يو بل ضرر رسونكے حقيقت دے د كومې چې مونږ ټولو له په ګډه مخ نيوي كولو ته اړتيا ده٬ د نائن اليون ترهه ګرو بريدونو نه پس ترهه ګري د ځينې سيمو د اړخه د اسلام سره وتړلې وشوه ٬دې څخه د ښي لاس٬زينوفوبك او د تشدد لرونكے قوميت پرستۍ٬انتهاخوښۍ او د ترهه ګرو ډلو لخوا د مسلمانانو د هدف ګرځولو رجحان زيات شوے ۔د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي نړيوالې تګلارې دا رامخې ته كېدونكي خطرات تسليم كړي٬مونږ هيله لرو چې د سېكرټري جنرل په رپورټ كښې به د اسلامو فوبيا او د ښي لاس انتهاخوښو څخه رامخې ته دې ترهه ګرۍ او نوو خطرو ته پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل سېكرټري جنرل ته وئيل غواړم چې اسلام فوبيا د زيات والي مخ نيوي په اړه د نړيوال مكالمې اهتمام وكړي ٬ دې سره سره زمونږ متوازي هڅې د عقيدو ترمينځه د همغږۍ ودې له پكار دي او كومې چې دوامداره وي۔وزيرعظم عمران خان ووئيل د اسلامو فوبيا ډېر بد تره او ډېر سرايت لرونكے شكل دا وخت په هند راج كوي٬د نفرت نه ډكه هندو تووا نظريه د كومې پرچار جې فاشسټ ار اېس اېس٬بي جي پي حكومت كړے ٬د هند په 20 كروړه قوي مسلمانه ورورولۍ كښې يره ترهه راپېدا كرې ۔د غوا د محافظانو د اړخه ډلې په خلكو تشدد كوي او په اقليتونو د بريدونو اكثر پېښې رامخې ته كېږي لكه څنګه چې تېر كال په نوې ډېلي كښې يوه پښه رامخې ته شوې وه ۔ ده ووئېل د هند څخه د مسلمانانو ويستلو لپاره د شهريت امتيازي قوانين٬په ټول هند كښې د جوماتونو نړولو كمپائن او د مسلمانانو د ورثې او تاريخ ورانولو غوندې اقدامات د دې مجرمانه هلو ځلو برخې دي۔ده ووئيل نوې ډېلي دا شروعات هم كړي كومو ته چې هغوي په شرانګيز ډول د جمو او كشمير شخړې لپاره حتمي حل وائي او دغې لپاره يې ګڼ ګامونه پورته كړي لكه د پنځم اګسټ 2019 څخه شخړيز جمو او كشمير كښې ګڼ غېر قانوني او يو واړخيزه اقدامات وكړے شول۔هغوي د 9 لكه قابضو عسكرو د لارې د ترهه ګرۍ فضا راجوړه كړې۔ده ووئيل هغوي د كشميريانو سينئر قيادت هم زندان ته اچولے ٬ په مېډيا او انټرنېټ سخت بندېزونه لګولې شوي٬پرامن احتجاج په تشدد غلے كړے شوے٬ 13 زره كشميري ځوانان تښتولې شوي او په هغوي كښې په سلګونو تشدد شوے۔وزيرعظم ووئيل په جعلي مقابلو كښې په سلګونو بې ګناه كشميريان د عدالت نه ماورا وژلې شوي او د كليو او كوڅو تباه كولو سره خلكو له اجتماعي سزاګانې وركړې شوي٬ مونږ په شخړيز جمو او كشمير كښې د هند امنيتي ځواكونو د اړخه د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزو په اړه يو تفصيلي ډوزيئر جاري كړے۔ده ووئيل د غېر قانوني هلو ځلو د لارې د جابره چالونو مقصد شخړيزه وادۍ كښې د ودانۍ تناسب بدلول او د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول دي۔هندي اقدامات د جمو او كشمير په حقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزۍ دي٬په قراردادونو كښې واضحه وئېلې شوي د شخړيزې سيمې د حتمي حېثيت پريكړه د ملګرو ملتونو ترمخه د خپلواكه او بې پرې استصواب رائے د لارې خلكو له كول ده۔وزيرعظم عمران خان ووئيل شخړيز جمو او كشمير كښې د هند اقدامات د څلورم جنيوا كنوشن پشمول د نړيوالو بشري حقونو او انسانيت په اړه د قوانين خلاف ورزي ده او دا د جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرمونو برابر دي۔ وزيراعظم عمران ووئېل دا ډېره بدمرغي ده چې د بشري حقونو د خلاف ورزو په حقله د نړۍ نكته نظر كښې د يو قسم برتاؤ فقدان دے۔جغرافيائي او سياسي عوامل يا كاروباري مفادات٬تجارتي ګټې٬اكثر لويې طاقتونه د خپلو اړوندو هېوادونو خلاف ورزۍ نظر انداز كولو ته مجبوروي دغسې دوه مخيز معيار د هند په حقله هم تر ټولو زيات واضحه او څرګنده دے ٬چرته چې د آر اېس اېس۔ بي جے پي حكومت ته د هر ډول آزادۍ په توګه د بشري حقونو د خلاف ورزو اجازه وركړې كېږي۔وزيرعظم ووئيل د هندي بربريت تر ټولو تازه مثال د عظيم كشميري لارښود سيد علي شاه ګېلاني مړے د هغوي د كورنۍ څخه په زور اغستل او هغوي د وصيت او اسلامي روايات ترمخه د جنازې كولو او تدفين څخه محرومول دي۔د كوم قانوني يا اخلاقي بندېز څخه خلاص دا عمل د انساني شائستګۍ د بنيادي اقدارو هم په ضد دے۔ ده ووئېل زه د دې عمومي اسمبلۍ څخه دا غوښتنه او درخواست كوم چې د مناسبو اسلامي رسمونو ترمخه د سيد علي ګېلاني كورنۍ له د د هغه د شهيدانو په اديره كښې د سپارلو اجازه وركړي۔ده ووئيل پاكستان د هند سره هم لكه د ټولو ګاونډيانو هېوادونو امن غواړي خو په سوئېلي آسيا كښې د تل پاتې امن انحصار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د خواهشاتو ترمخه د جمو او كشمير د شخړې په هواري منحصر دے۔ده ووئيل تېر كال فرورۍ كښې مونږ په كنټرول لائن د 2003 د جنګ بندۍ د مفاهمت پخلے كړے ؤ٬هيله وه چې دا به په نوې ډېلي كښې په تګلاره د بيا نظر اچولو باعث وګرځي خو افسوس د بي جے پي حكومت په كشمير كښې ظالمانه چالونه ګړندې كړي او په دغه وحشيانه كاروائيو ماحول خرابوي۔ ده ووئېل پاكستان سره معنی لرونكې او د نتيجې وړ رابطې لپاره د سازګاره ماحول پېدا كولو ذمه واري د هند ده او دې لپاره به هغوي له ګامونه پورته كول وي۔دغسې چې د 5 اګست 2019 راهيسې خپل پورته كړي يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونه بېرته واخلي۔وزيراعظم ووئيل د كشميريانو په ضد ظالمانه كاروائي او د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي٬ مقبوضه وادي كښې د آبادۍ تناسب بدلولو د اقدام مخ نيوے وشي او دغه بېرته واخلي٬د پاكستان او هند ترمينځه د يوې بلې نښتې مخ نيوي ته هم اړتيا ده۔د هند عسكري طاقت زياتول ٬د جوهري وسلو جوړونه او د غېر مستحكم كوونكو روايتي صلاحيتونو ترلاسه كول د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك ډيټرنس ته زيان رسولے شي۔ وزيراعظم ووئيل زه د افغانستان په حقله خبره كول غواړم٬د افغانستان موجوده صورتحال لپاره په څه سبب په امريكا كښې او د اروپاﺀ ځينې سياستمدارو پاكستان د دې پېښو ذمه وار ګرځولے٬د دې پليټ فارم څخه زه هغه ټولو ته وئېل غواړم چې د نائن اليون نه پس چې د ترهه ګرۍ په ضد د امريكې په جنګ كښې مونږ شامل شو نو د افغانستان نه علاوه كوم هېواد چې تر ټولو زيات زيان پورته كړے هغه پاكستان دے۔80 زره پاكستانيان مړه شوي٬زموڼږ معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسېدلے ٬ 35 لكه پاكستانيان بې كوره شوي ۔ ده ووئېل د 1980 په لسيزه كښې پاكستان په افغانستان د قبضې په ضد په جنګ كښې فرنټ لائټ سټېټ ؤ٬پاكستان او امريكې د افغانستان آزادۍ لپاره جنګ له مجاهدينو ډلو له تربيه وركړې٬په هغه مجاهدينو ډلو كښې القاعده او د ټولې نړۍ څخه مختلف ډلې شاملې وې٬هغه مجاهدين وؤ٬افغان مجاهدين٬هغوي اتلان ګڼلے شول ۔ده ووئيل صدر رونالډ ريګن په 1983 كښې هغوي وائټ هاؤس ته رابللې وو او د يو خبر له مخې هغوي د امريكې بانيانو سره تقابل كړے شوې وو۔ ده ووئېل په 1989 كښې چې څنګه سويت يونين ستون شو نو هغسې امريكې هم وكړل او افغانستان يې يوازې پرېښودو ٬پاكستان يې د 50 لكه افغان كډوالو سره پرېښودو٬مونږ فرقه وارانه وسله والو ډلو ته پرېښودلے شوو۔د كومو چې د دې څخه وړاندې كوم وجود هم نه ؤ٬ خو تر ټولو بد وخت هغه ؤ كله چې يو كال پس په پاكستان امريكې بندېزونه ولګول ٬داسې محسوس شوه چې مونږ استعمال كړے شوي يو۔ده ووئيل د نائن اليون نه پس د امريكې يو ځل بيا پاكستان ته حاجت پیښ شو ځكه چې اوس د امريكې په قيادت كښې اتحاد په افغانستان بريد كولو او دا د پاكستان د لاجسټك مرستې نه غېر ممكن نه ؤ۔د دې نه پس څه وشول؟ هغه مجاهدين كومو له چې مونږ تربيه وركړې وه ٬چې د غېر ملكي قبضې په ضد جنګ يو مقدسه فريضه٬ مقدس جنګ يا جهاد دے٬هغوي زموڼږ په ضد شول۔مونږ ته شراكتدار ووئيل شول۔هغوي زمونږ په ضد د جهاد اعلان وكړو٬بيا د افغانستان د پولې سره پيوست سيمې د پاكستان نيم خپلواكه قبائېلي پټۍ چرته چې زمونږ د آزادۍ تر لاسه كولو نه پس كوم پاكستاني عسكر هلته نه وؤ تللي ۔ ده ووئېل د هغه ځاے وګړو د افغان طالبانو سره زياتې همدردۍ لرلې او كومې چې د هغوي د مذهبي نظريې په وجه نه وې بلكې د پښتون قوميت په سبب وې ٬ كوم چې ډېر قوي دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې دا وخت 30 لكه افغان كډوال په كېمپونو كښې مېشته دي٬ كوم چې ټول پښتانه دي٬ 5 لكه افغان كډوال په يو لوي كېمپ كښې استوګن دي دغسې يو لك كېمپونه دي دغه ټول د افغان طالبانو سره تړون او همدردۍ لرلې لهذا هغوي هم د پاكستان په ضد شول او په وړومبي ځل په پاكستان كښې وسله وال طالبان رامخې ته شول او هغوي هم د پاكستان په حكومت بريد كړو ۔ ده ووئېل دغسې زمونږ پوځ زمونږ په تاريخ كښې په وړومبي ځل قبائېلي سيمو ته لاړو او كله چې هم پوځ سوېلين سيمو ته ځي هلته ضمني زيان كېږي٬لهذا مونږ هم ضمني زيان پورته كړو ٬ بايد نړۍ ته معلومه شي چې پاكستان كښې امريكې 480 ډرون بريدونه كړي او مونږ ټولو ته معلومه ده چې په ډرون بريدونو كښې د هدف په نښه كولو سره د شدت خوښو په مقابل كښې ضمني زيان زيات كېږي۔وزيرعظم ووئيل لهذا هغه وګړي د چا خپلوان چې مړه شوي وؤ هغوي د پاكستان څخه بدل اغستل غوښتل۔2004 او 2014 په مهال 50 بېلا بېلو وسله والو ډلو په پاكستان بريد وكړو او په ټول پاكستان كښې بمي چاودنې كېدې۔ ده ووئېل كه د نړۍ تر ټولو منظم پوځ او د نړۍ ښه استخبارتي ايجنسي مونږ نه لرله نو زما په خيال پاكستان به ډېر لاندې تلے ؤ ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل كله چې مونږ دا اورو۔امريكا كښې وياندو او هر هغه كس په حقله چا چې هم د امريكې مرسته كړی٬د حفاظت په حقله خفګان سره مخ شوي نو زمونږ په اړه څه خيال لرې؟ ۔ ده ووئېل زمونږ د دومره لويې زيان پورته كولو يوازنۍ وجه دا وه چې مونږ د افغانستان په جنګ كښې د امريكې ملګرتيا كړې ځكه د افغانستان څخه په پاكستان بريدونه كېدل او د تحسين يو ټكے نه ؤ ٬ خو د تحسين په ځاے تصور وكړې چې مونږ به څه محسوسوو كله چې په افغانستان كښې په پېشرفت په مونږ تورونه لګولې كېږي۔ده ووئيل 2006 نه پس افغانستان او د هغې تاريخ پیژندونكي هر يو كس ته واضحه شوه چې د افغانستان مسئلې كوم پوځي حل نشته ۔ ده ووئېل زه امريكې ته تلے ووم ما د تهنك ټينك سره خبره كړې وه ٬ مهغه وخت د سېنېټر بائيډن٬سېنېټر جان كيري٬سېنېټر هيري رېډ سره مې ملاقاتونه كړي ٬وو ما هغوي ته دل واضحه كولو غوښتل چې د دې مسئلې كوم پوځي حل نشته او سياسي خبرې اترې مخ په وړاندې د تللو لاره ده خو چا هم هغه وخت په دې ځان پوهه نه كړو۔ده ووئيل د بده مرغه د پوځي حل مسلط كولو هڅه د امريكې غلطي وه او كه نړۍ ځان پوهه كول غواړي چې طالبان بېرته اقتدار كښې ولې راغلېي٬هغوي له پكار دي چې د دې تجزيه وكړي چې درې لكه وسله لرونكو افغان عسكرو د جنګ نه غېر وسله ولې غورځولې او ياد دې وي چې افغانان د نړۍ په بهاردو قامونو كښې يو دے۔وزيراعظم ووئيل بايد اوس ټوله نړيواله ورورولي سوچ وكړي چې د مخ په وړاندې تللو لاره څه ده٬دوه لارې دي كومې چې مونږ اختيارولې شو٬كه اوس مونږ افغانستان نظرانداز كړو نو د ملګرو ملتونو له مخې د افغانستان نيم وګړي به د وړاندې څخه زيات غريبانان او تر راروان كال به په افغانستان كښې 90 فيصده وګړي د غريبۍ د كرښې څخه لاندې لاړ شي ٬ هلته يو لوي انساني بحران راتللے شي او د هغې به نه يوازې د افغانستان په ګاونډيانو بلكې په هر ځاے سخت اثرات مرتب شي۔ده ووئيل يو غېر مستحكم د اړي ګړي ښكار افغانستان به يو ځل بيا د نړيوالو ترهه ګرو لپاره محفوظ ځاے جوړ شي او هم په دغه وجه امريكا افغانستان ته راغلې وه۔ده ووئيل د مخ په وړاندې تګ بس يوه لاره ده٬چې مونږ د افغان اولس په خاطر موجوده حكومت قوي او مستحكم كړو٬طالبانو چې دا لوظونه كړي چې هغوي به د بشري حقونو احترام كوي٬د هغوي به يو ټولشموله حكومت وي٬هغوي به د خپلې خاورې ترهه ګرو له د كارولو اجازه نه وركوي٬او هغوي به عامه بخښنه اعلانوي ۔ ده ووئيل كه نړيواله ورورولي هغوي له مراعات وركوي او د هغوي ډاډګېرنه كوي نو د دې څخه به هر يو لپاره يو ډول ګټور صورتحال راپېدا شي ځكه چې دا هغه څلور شرطونه دي د كومو په اړه چې په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرې اترې شوي٬كه نړۍ هغوي له دې پلو تللو له ترغيب وركړي نو په افغانستان كښې به د اتحادي عسكرو د 20 كلونو موجودګي بې ضائع لاړه نه شي ځكه چې د نړيوالو ترهه ګرو د اړخه به د افغانستان خاوره استعمال نه شي۔ده ووئيل په آخر كښې زه په ټولو زور راوړم چې دا د افغانستان لپاره يو نازك وخت دے٬وخت ضائع كولې نه شو هلته مرستې ته اړتيا ده بايد هلته انساني مرسته په سمدستي توګه وكړې شي۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د مړانې اقدامات كړي٬زه تاسو ته وئېل غواړم چې نړيواله ورورولي متحرك كړې او دې پلو مخ په وړاندې لاړ شې۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس