اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ايكوټورازم د لارې د روزګار وركړه او د سيلګرۍ د ځايونو د قدرتي حسن تحفظ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم خان نيازي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو.د ملاقات په مهال په آزاد كشمير كښې د بلدياتي ټاكنو نه علاوه په آزاد كشمير كښې د سېلګرۍ د ودې په پروژو خبرې وكړې شوې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې حكومت په آزاد كشمير، شمالي سيمو او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې د لوي استعداد نه استفاده كولو لپاره اقدامات كوي. وزيراعظم ووئيل چې د اېكوټورازم د لارې د روزګار وركړه او د سيلګرۍ د ځايونو د قدرتي حسن تحفظ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي
د اېكوټورازم د لارې د روزګار وركړه او د سېلګرۍ د ځايونو د قدرتي حسن تحفظ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil