اسلام آباد 05 جولائی (اے پ?? پي) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سره د چين د انصاف محكمې پلاوي د دوهم وزير ليوچن يو په مشرۍ كښې ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا په اړيكو٬د قانون په څانګه كښې په مرسته٬د سي پیك په اړه په معلوماتو او په دوه اړخيزه اړيكو خبرې اترې وشوې۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو په مضبوطو اړيكو خبرې اترې كولو سره وئېلي دي چې دا خلوص٬شريك باو?? او د احترام په بنياد جوړی شوې دي او پاكستان او چين آزمائېل شوې دوست دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې سي پېك د دې رښتينې دوستۍ يو بل ثبوت دے۔ ټولې نړۍ ته معلومه ده چې سي پیك يوه عظيمه پروژه ده كوم به چې د منطقې قسمت بدل كړي او د دې بشپړیدل د سټيك هولډرز لپاره د خوشحالۍ يو نوې دور راولي۔ وفاقي وزير د چينائي انصاف محكمې كردار وستائېلو او وې ووئيل چې د چينائي قانوني پوهانو دورې مونږ ته دا موقع راكړې چې مونږ به د خپلو تجربو تبادله وكړو او خپل پېشه وره پوهه به لا ښه كولې شي
د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سره د چين د انصاف محكمې پلاوي دوهم وزير ليوچن يو په مشرۍ كښې ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا