اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي چې كه عمران خان هر څه وئېل غواړي نو بيا دې اووئي چې په كال 2014 كښې يې دهرنا د چا په وېنا كړې وه٬د اولس 50 ارب روپۍ ډوبولو سره د 5 ارب اثاثو جوړولو د بشير ميمن د پوښتنو څه ځواب دے٬ عمران خان اصل مسئله دا لري چې هغه په اقتدار كښې نه دے٬عمران خان ديوال سره د لګېدو د خبرې په بهانه اېن آر او غواړي٬ كه د هغه د حواريانو نه پوښتنه وكړی شي نو بيا دا غداري ده٬په تېر وخت كښې عمران خان د سټس ريكوري سيل په بهانه انتقامي كاروائي كوله٬اوس بايد هغه حوصله ولري كوم چې د دروغو كيسونو جوړول اوس د رېښتيا كيسونو همت نه لري٬ د توشه خانه څخه 15 فيصده جمع كولو سره د 20 كروړه ګړۍ غلا كونكې صادق او امين څنګه كېدې شي٬ كه كومه وېډيو يا آډيو د كوم مجرم يا د جرم فعل ثابتولو لپاره وكړې شي هغه جرم نه دے٬كه د چا بليك ميل كولو لپاره وكړې شي نو غلطه ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل چې تېره ورځ عمران خان يوه وېډيو جاري كړی چې مونږ زورولې كېږو او ديوال سره لګولې كېږو كه دا لړۍ بند نه كړی شوه نو زه به هر څه ووايم۔ ده ووئيل چې اول خبره دا ده چې تاسو دا اووئۍ چې تاسو څنګه زورول كېږۍ آيا ستاسو په ضد مقدمې درج كولې شي يا په كوټ لكه پت زندان كښې بندولې شۍ يا داروګان مو بند دي او د كور نه د ډوډۍ سهولت نه دركولې كېږي۔ ده ووئيل چې د تېرو درې نيمو كلونو په مهال عمران خان دا هر څه خپلو مخالفينو سره كړې دي٬ستاسو په ضد خو داسې څه نه دي شوي۔ ده ووئيل چې دا سوال كول چې د قوم 50 اربه غبن كولو سره د 5 اربه اثاثې د خپلې كور ودانې او 240 كناله بني ګاله كښې د فرح په نامه ځاې ترلاسه كړې شوې٬آيا د دې معلوماتو ترلاسه كولو يا پوښتنې په وجه تاسو زورولې كېږۍ۔ د دې ځواب به تاسو ته وركول وي۔ ده ووئيل چې كه قوم ته هر څه وئېل غواړۍ نو دا هم اووئي چې د(ن)ليګ په دور كښې دهرنې مو د چا په وېنا كړې دي۔ فرح ګوګي او په ټول هېواد كښې ګوګۍ چې كوم لوټ كول پېل كړي و د دوي څخه يوازې دا پوښتنه كېږي٬هر كال به د 700 نه د 1100 اربه د پرمختيائي فنډ څخه 5 فيصده ټي كے به صاحب ته تلله٬هغه كوم خلك وو چې د بني ګاله اوسېدونكې ګڼلې كېدل او د تګ راتګ رېكارډ يې نشته٬د توشه خانه ځواب به هم وركول وي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې بشير ميمن چې كومې پوښتنې كړې دي د هغې د ځوابونو نه علاوه عمران خان هره يوه خبره كوي خو د هغې ځواب نه وركوي۔ده ووئيل چې د پاكستان د ستر قاضي او د فاضل بېنچ څخه غوښتنه كوم چې په كوم كيس كښې شپږ مياشتې بې ګناه بند پاتې شوې يم د دې معامله دې هم پخپله نوټس واخستلې شي٬كه زما جرم ثابت شي نو لويه سزا دې راكړې شي او كه زما قصور نه وي نو په دې معامله كښې شاملو خلكو ته دې سزا وركړې شي۔ ده ووئيل چې د قامي سلامتيا په كمېټۍ كښې جامع بريفنګ وركړې شوې٬ د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل٬د پاك پوځ سرلښكر هم په ټولو پوائنټس وضاحت كړے۔ په بريفنګ كښې كومه رائې نه دې وركړې شوې بلكې معلومات وركړی شوي دي
عمران خان دې اووئي چې په كال 2014 كښې يې دهرنا د چا په وېنا كړې وه٬د اولس 50 ارب روپۍ ډوبولو سره د 5 ارب اثاثو جوړولو د بشير ميمن د پوښتنو څه ځواب دے۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا