اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې تير حكومت د هېواد معيشت ته لوئ زيان رسولې دې،2018 كښې د نوې پاكستان په نامه يو اناړي هېواد په شا بوتللې دې، د پاکستان د سباؤن دارومدار په ځوانانو دې، حکومت نوې مالي كال بجټ كښې د ځوانانو لپاره لوئ فنډز بيل كړې دې۔د خالي په ورځ نارووال كښې پيغام پاکستان کنفرنس ته خپله وينا كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل كال 2018 كښې د نوې پاكستان په نامه يو اناړي هېواد په شا بوتللې دې، د پاکستان د سباؤن دارومدار په ځوانانو دې ، دغه اناړي ته نه معلومه چې حکومت څه ډول چلولې كېږي او هېواد په څه ډول د پرمختګ پلو روانولې كېږي۔ده ووئيل په كال 2013 كښې د مسلم ليګ (ن) حکومت پخواني وزيراعظم مياں نوازشريف په مشرۍ كښې وژن 2025 جوړ شوې ؤ چې پكښې د هېواد د پرمختګ لاره متعين کړې شوې وه،كه په دغه وژن عمل شوې وې نو نن به هېواد د نړۍ په 10 ټاپ او د معيشت په ټاپ 25 هېوادونو كښې شامل وې۔ده ووئيل مونږ له به د يو سنجيده قام په هيڅ سوچ كول وي چې دغه مزل كوم د 75 كلونو راهسې راروان دې هغه روان وساتو يا نوې لاره خپله كړو۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف دې لپاره نيشنل چارټر آف اکانومي خبره كړې ده۔ده ووئيل زمونږ حكومت 800 اربه روپو ماليت پرمختيائي بجټ منظوري وركړې ده چې پكښې د بلوچستان پرمختيائي پروژو لپاره ټولو صوبو څخه فنډز بيل كړې شوې۔ده ووئيل په دې زيات خوشحاله يم چې د هائير ايجوکيشن کمېشن پرمختيائي فنډز د تير كال نظرثاني شوې هدف 26.3 اربه روپو څخه زياتولو سره 44.1 اربه روپو ته رسولې شوې۔ده ووئيل پرمختيائي بجټ كښې د ترجيحات متعين کړې شوې دغسې چې د پرمختګ يو نوې مزل پيل كړې شي۔
2018 كښې د نوې پاكستان په نامه يو اناړي هېواد په شا بوتللې دې، د پاکستان د سباؤن دارومدار په ځوانانو دې،احسن اقبال پيغام پاکستان کنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا