اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ خاص مرستيال طاهر محمود اشرفي د هند خارجه وزارت لخوا د او آئي سي په ضد پروپیګنډه د ټولې اسلامي نړۍ سپكاوے ګرځولو سره د دغې په سختو ټكو غندنه كړې او ښكاره كړې ئې ده چې كه هند رېښتونے وي نو آزادو مبصرينو له دې مقبوضه كشمير تهخ د دورې اجازه وركړي٬نن ټوله اسلامي نړۍ د پاكستان خارجه پالېسي او په خاص توګه د وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا په ضد اقدامات ته پیرزوئنې وړاندې كوي ٬ ده ووئېل آئي سي او سعودي پرون هم د كشمير په مسئله پاكستان سره ولاړ وو او نن به هم د پاكستان سره ولاړ وي ٬سږ كال به د جولائي په مياشت كښې د امام كعبه٬شېخ الازهر او پاپ فرانسس د پاكستان دوره كوي٬د 70 كلونو څخه پاكستان مذهبي سياسي ګوندونه د اسلام د نفاذ خبرې كوي او وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست په طرز د رياست جوړولو لپاره عملي اقدامات پورته كړي ٬ ده ووئېل خو د موجوده حالاتو په تناظر كښې د پاكستان رياست ته د مدينې طرز رياست وئېل سم نه دي كه چرې په پاكستان كښې د مدينې رياست په طرز د احتساب او انصاف نظام راشي نو د مدينې رياست جوړول به هم ممكن شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په سيرت اكېډمي قرآن كمپليكس كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دې موقع د پاكستان علماﺀ كونسل لارښودو مولانا اسلام صديقي٬مولانا مفتي نسيم٬مولانا عبدالغفار٬مولانا كفايت الله٬مولانا مبشر رحيمي٬مولانا عبدالرحيم شاه پشمول علماﺀ كرام په لويه شمېره موجود وو۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې د 45 وروڼو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو او متصل خلقو او نزدې 80 څخه زياتو نړيوالو پلاويو ګډون كړے او 150 قراردادونه منظور شوي٬ ده ووئېل د كشمير٬فلسطين په شخړو او د اسلام فوبيا پشمول په ګڼو ستونزو غږ پورته كړے شوے د كومو به چې په راتلونكو ورځو كښې مثبت اثرات رامخې ته شي ۔ده ووئيل پاكستان په اسلامي نړۍ كښې مهم مقام لري او اسلامي نړۍ د پاكستان ځواكونو د پاكستان دفاع په مضبوطيا او خود كفالت فخر كوي۔ده ووئيل د هند خارجه وزارت لخوا د او آئي سي په ضد پروپیګنډه د ټولې اسلامي نړۍ سپكاوے دے
د هند خارجه وزارت لخوا د او آئي سي په ضد ډنډوره د ټولې اسلامي نړۍ سپكاوے دے۔د وزيراعظم د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ خاص مرستيال طاهر محمود اشرفي پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا