اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) وفاقي كابينې ته وئيلي شوي د كورونا نوي قسم اوميكرون خپريدو شرح زياته تنده ده،په تېره اونۍ كښې د ګرانۍ شرح كمه شوې ، پنجاب كښې د ذخيره اندوو په ضد كارروائي نه پس د يوريا سرې بيعه 400 روپۍ تروړه كمه شوې، وفاقي كابينې حلقه اين اے 133 كښې د ضمني ټاكنو په مهال ووټونه په روپو د اخستو مبينه ويډيو رامخې ته كيدو او سندھ كښې د ضروري څيزونو بيعه كښې په زياتوالې د تشويش څرګندونه شوې۔په غونډه كښې افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد او د افغانستان په صورتحال د او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښې د كولو منظوري وركړې شوې ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جارې شوي بيان له مخې د نهې په ورځ د وزيرِ اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه و شوه ۔په غونډه كښې وفاقي وزير اسد عمر د كورونا نوي قسم اوميكرون په اړه كابينې له بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول دا نوے قسم د جنوبي افريقې څخه پيل شوے۔ د ابتدائي اطلاعات په بنياد د دې د خپريدو شرح تنده ده۔كابينې د اولس تحفظ لپاره د ماسك كارولو، سماجي فاصلې او د ويكسينيشن ترغيب وركړو۔ دغسې په غونډه كښې اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو په اړه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ اختيار وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ووټنګ مشينونو ترلاسه كولو، د عملې تربيه، اړوندو ادارو ذمه وارو ،د اولسې خبرتيا كمپائن او په ټاكلي وخت كښې د ترسيل په اړه بريفنګ وركړو۔كابينې په حلقه اين اے 133 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د ووټونو په روپو د اخستلو مبينه ويډيو باندې د سخت تشويش څرګندونه وكړه ۔ كابينې ووئيل دا ډول غير قانوني اقدامات د جمهوريت په ضد دي ۔ د سپېځلتيا ترمخه كابينې د كورونا وبا په پيكج د آډټ رپورټ په اړه اړوندو ادارو ته د وضاحت كولو سپارښتنه وكړه۔د خزانې صلاحكار وفاقي كابينې ته د ضروري څيزونو د بيعې تقابلي جائزه وړاندې كړه۔ كابينې ته وئېلې شول د تېرې اونۍ په مهال د ګرانۍ شرح 0.67 فيصده كمه شوې، دغسې د 05 څيزونو بيعه كمه شوې ده ۔ كابينه خبر كړې شوه چې سيمه كښې د غوړو او تور چائے بيعې نه علاوه د نور استعمال څيزونو بيعه په پاكستان كښې كمه ده۔په دې څييزونو كښې اوړه ، د چڼو دال ، ماش دال ، مونګ، ټماټر، پياز، چرګ او پيټرول شامل دي۔كابينې ته ووئيل شول اوړه ، چيني، دال مونګ او د چڼو دال بيعه سندھ كښې د نورو صوبو په مقابله كښې زياته ده۔ كابينې په سندھ كښې د څيزونو په بيعه د تشوېش څرګندونه وكړه۔دغسې پيټروليم ډويژن كابينې ته ذيلي ادارو كښې د اېم ډي او سي اي او خالو چوكو په اړه بريفنګ وركړو ۔كابينه خبر كړې شوه چې دا مهال 4 چوكۍ خالي دي په كومو چې د تعيناتيو عمل روان دے۔د هوا بازۍ وزارت په سفارش كابينې د ميسرز سرينا ايئر، ميسر ايئر بليو، ميسرز پي آئي اے او د سي ايل او ميسرز د قامي هوا بازۍ پاليسي 2019 ترمخه د هوا بازۍ لائسنس تجديد منظوري وركړه۔ كابينې د هوا بازۍ وزارت په وېنا سول ايوي اېشن اتھارټي د رولز ترمخه د هوائي اډو د اړخه د جوړو دنګو ودانيو حد مقررولو منظوري وركړه۔اسلام آباد بليو ايريا كښې د ودانيو د دنګوالي حد 1000فټ مقرر كړے شوے۔ دغسې كامرس وزارت په سفارش كابينې د پاكستان په سفارتخانه تهران كښې عملې له د هارډشپ پاليسۍ ترمخه هېواد ته په راستنيدو د ذاتي استعمال ګاړو درآمد كولو اجازه وركړه۔د كورنيو چارو وزارت په سفارش كابينې بهر هېوادونو څخه د تبليغي جماعت پاكستان ته راتلونكو وګړو لپاره د ويزې موده 120 ورځو څخه تر 150 ورځو ته رسولو منظوري وركړه۔ويزا به د آن لائن ويزا پورټل د لارې ترلاسه كېږي۔ دغسې كابينې د ايمپلائز اولډايج بينيفټس انسټيټيوشن (اي او بي آئي) چيئرمېن تعيناتۍ لپاره د تګلارې منظوري وركړه۔دا تعيناتي به د مسابقتي عمل ترمخه مينجمنټ پوزيشن سكيل پاليسي 2020 د لارې كولې شي۔ دغسې د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په سفارش كابينې د اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر لائسنسز جارې كولو منظوري وځنډوله۔كابينې سپارښتنه وكړه چې د دې پروموټرز د كار جاج اخستو لپاره به تګلاره په يوه اونۍ كښې جوړولې شي۔كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ د 12نومبر 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔په غونډه كښې د پاكستان جيمز او جيولري ډويلپمنټ كمپني تنظيمِ نو سفارش شوے ؤ۔ دغسې كابينې د توان كمېټۍ د 18نومبر2021 په غونډه كښې د پريكړو توثيق وكړو ۔ د توان كمېتۍ د ګيس لوډ مينجمنټ پلان 2021-22ء او كيماړي كراچۍ كښې د تيلو ډپو جوړولو سفارش كړے ؤ۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت په سفارش كابينې د آئي ټي اين اي چيئرمېن او پريس كونسل آف پاكستان چيئرمېن تعيناتيو لپاره د سليكشن بورډ جوړولو منظوري هم وركړه۔ د آئي ټي اين اي چيئرمېن لپاره سليكشن بورډ به په اطلاعات وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 اسټيبلشمنټ ډويژن په فېسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن سليكشن بورډ به د اطلاعات په وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 د اسټيبلشمنټ ډويژن په افيسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔دغسې كابينې محمد سليم د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن لګولو منظوري هم وركړه۔ د صنعت او پيداوار وفاقي وزير كابينې ته په هېواد كښې د سرې موجوده اسټاك او بيعو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 29 نومبر2021 په غونډه كښې د شوې پريكړې توثيق وكړو۔په غونډه كښې د افغانستان په صورتحال او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښې د كولو منظوري او افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد منظوري هم وركړې شوه ۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ، تېره اونۍ د ګرانۍ شرح كمه شوې ، پنجاب كښې د ذخيره اندوزو په ضد د كارروائي نه پس د يوريا سرې بيعه 400 روپۍ تروړه كمه شوې،وفاقي كابينې ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا