اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې چيف الېكشن كمشنر دې د تنازعاتو څخه خپل ځان جلا كړي، د هغه په رويه اندېښنې لرو، په ظاهره الېكشن كمشنر د حكومتي اصلاحاتو په ضد دے، په الېكټرانك ووټنګ مشين، اي وي اېم قصداً اعتراضات وكړے شول، د اي وي اېم په حق كښې مثبت مواد ضائع كړے شول، اپوزيشن دې د خپل ځان لرې سوچ ولري، له بده مرغه په پاكستان كښې اپوزيشن ډېر په نالائق ماشومانو مشتمل دے، كومو چې په ژوند كښې په كلاس كله هم كوم كار نه وي كړے او د دې نه پس ممتحن سره په ګډه د امتحان پاس كولو هڅې كوي، كه زمونږ 49 اصلاحات د دوي خوښ نه وي نو خپل اصلاحات دې وړاندې كړي، د فلپائن پشمول په ډېرو هېوادونو كښې د اي وي اېم د لارې كاميابې ټاكنې شوې دي، مونږ غواړو چې په په هېواد كښې راتلونكې ټاكنې پاكې، سپېځلې او منصفانه وي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزيړ شبلي فراز سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا په مهال وكړې. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې هغه د كابينې او حكومت پرېكړې اولس ته رسوي، په خبري كانفرنس كښې چې هغه كومه خبره كوي ، هغه د حكومت دريځ وي. ده ووئيل چې د اي وي اېم په لړ كښې د الېكشن كمشنر په رويه مونږ ډېرې اندېښنې لرو،،، دا خبره ليدل شوې ده چې الېكشن كميشن په خپلو رپورټونو كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين په حق كښې مثبت ډېټا ضائع كړې او داسې اعتراضات ئې لګولي دي چې ترې څرګندېږي چې دوي ته د اي وي اېم په ضد رپورټ وركول دي. ده ووئيل چې سمارټ مېټك كمپنې الېكشن كميشن ته پرېزنټېشن وركړے. كمپنې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د استعمالېدونكي اي وي اېم ډېټا د ټاكنو كميشن ته وړاندې كړې. د دې په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2007م كښې په فلپائن كښې په پېپر ټاكنې شوې وې او په نتيجه راتللو كښې ئې شپږ اونې وخت لګېدلې و. په كال 2010م كښې هلته په اي وي اېم وړومبې ټاكنې وشوې او په كال 2019م كښې بيا وشوې. په يو څو ساعتونو كښې د دې ټاكنو نتيجې راغلې. په كال 2007م كښې په ټاكنو د اولس اعتماد 35 فيصده، په 2010 كښې زياتېدو سره 75 فيصده او په كال 2019م كښې 89 فيصد ته ورسېدو. د كال 2007م په ټاكنو كښې د تشدد ډېرې پېښې رامېنځ ته شوې وې خو په اي وي اېم د ټاكنو په مهال داسې كومه پېښه نه ده رامېنځ ته شوې. د دې كمپنې دا رپورټ ډېر مهم دے. په دې كښې د نورو هېوادونو رپورټونه هم شامل دي. ده ووئيل چې فلپائن د لويې آبادې هېواد دے او د پاكستان په شان ستونزې لري خو الېكشن كميشن دا مهم مواد په خپل رپورټ كښې نه دي شامل كړي او دې ئې د رپورټ څخه ويستلي دي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د كال 2011م نه دا بحث روان دے چې ټاكنې سپېځلې كولو لپاره اي وي اېم ته تلل ضروري دي. ده ووئيل چې الېكشن كميشن 37 اعتراضات لګولي دي. 10 اعتراضات د ايم وي اېم په اړه وو. ده ووئيل چې په دې وخت كښې داسې معلومېږي چې اليكشن كمشنر د اپوزيشن په ژبه خبرې كوي. اي وي اېم چې په كوم ډول د ډس كرېډټ كولو كمپائن چلول كېږي، د دې نه معلومېږي چې چيف الېكشن كمشنر د دې اصلاحاتو په ضد دے كوم چې حكومت كول غواړي. ده ووئيل چې د ټاكنو كميشن چې كومې ټاكنې هم كړې دي، هغه متنازعه پاتې شوې دي، چرته چې كوم كانديد ماتې خوړلې، هغه وئيلي دي څې ټاكنې صحيح ونه شوې. ده ووئيل چې الېكشن كميشن دې خپلې رائې راوړي چې دوي څه غواړي او څنګه ټاكنې كول غواړي. ده ووئيل چې د الېكشن كميشن نور غړي دې راوړاندې شي او د الېكشن كمشنر د پرېكړو دې په خپله جاج واخلي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې كومو ادارو زبردست كار كړے بايد مونږ د هغو ډاډګېرنه وكړو، نادرا د 22 كروړه اولس ډېټا منظم كوي، پاكستان د نړۍ وړومبې هېواد دے كوم چې مشين رېډاېبل پاسپورټ او ميشن رېډ اېبل آئي ډي كارډ جاري كړے. ده ووئيل چې د 18 كلونو د عمر كسانو چې كله شناختي كارډ جوړېږي، نو ووټ ئې په خپله درج كېږي، دا د نادرا يوه پياوړې پروژه ده. ده ووئيل چې كه د ټېكنالوجې ناكامه كولو هڅه وكړې شوه نو بحران به پېدا شي. ده ووئيل چې د مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټۍ بل اپوزيشن نه دې لوستلې او لاړل په دهرنا كښې كېښاستل، بيا دوي هغه وخت شرم سره مخ شول كله چې د مېډيا ډلې حكومت سره په جوائنټ اېكشن كمېټې جوړولو راضي شوې. د دې نه پس د دوي كوم حېثيت پاتې كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د كال 2023م د ټاكنو په اړه پرېكړه پارلمان ته كول دي، الېكشن كميشن ته نه. ده ووئيل چې د الېكشن كميشن كار دے چې ټاكنې كولو ته هر وخت تيار وي. ده ووئيل چې د كال 2023م ټاكنې به د اصلاحاتو نه پس ممكنې وي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د اپوزيشن ګوندونو سنجيده كسان دې مخكښې راشي، خپل قيادت ته دې احساس وركړي چې انتخابي اصلاحات ټاكنو لپاره ضروري دي.
چيف الېكشن كمشنر دې د تنازعاتو څخه خپل ځان جلا كړي، د هغه په رويه اندېښنې لرو، له بده مرغه په هېواد كښې اپوزيشن ډېر په نالائق ماشومانو مشتمل دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی