اسلام آباد۔27اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي كشميريان له 74 كالو راهيسې د هند د حكومت او پوځ لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سره مخ دي ٬ د پاكستاني اولس زړونه كشميريانو سره درزيږي ٬ پاكستان به په هر فورم د تش لاسې كشميري اولس امناكه ملاتړ دوامدار ساتي۔ د تورې ور??ې حوالې سره په خپل خصوصي پېغام كښې وزيرمملكت ووئيل 27 اكتوبر هغه توره ور?? ده كله چې په كال 1947 كښې هندي قابض پوځ كشمير ته ننوتلو ٬ مونږ هر كال دا ور?? د تورې ور??ې په توګه لمانځؤ۔ هغ?? ووئيل 74 كاله آګاهو چې هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو كومه لړۍ پېل شوې ده د هغې سخته غندنه كوؤ۔ هغ?? ووئيل په خاص توګه د هند لخوا د 5 ا??ست 2019 اقدامات نظر انداز كېدې نه شي كله چې هندي حكومت آرټيكل 370 ختمولو سره د كشمير مسئلې منلې شوې متنازعه حېثيت ختم كړو۔ هغ?? ووئيل په دې لړ كښې وزيراعظم عمران خان د كشميري اولس د ريښتوني وكيل او د يو زړه ور سفير كېدو ثبوت وركړو۔ هغه د كشميري اولس په ضد د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ ګردې نړۍ ته په ډاګه كړې۔ هغه غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې دې د كشمير مسئله حل كړې شي او كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ هغ?? ووئيل پاكستان به د كشميري اولس امنا??ه سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔
كشميريان له 74 كالو راهيسې د هند د حكومت او پوځ لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو سره مخ دي ٬ په هر فورم به د دوئي ملاتړ ته دوام وركوؤ٬ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی