اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف او د پاكستان ترمينځھ د توان بچت كولو په اړه په مرسته زياتولو سلا راغلې۔ پاكستان به په دې لړ كښې پاور ډويژن ٬ سركاري افسران او د شخصي پوهانو پلاوې د اروپائي پوهانو سره وركشاپ كښې ګډون له اروپا ته لېږي۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير اوې?? لغاري او د اروپائي ائتلاف سفير جين فين كوئس كاټين ترمينځھ ملاق??ت كښې شوې۔ سردار اوېس احمد خان لغاري د وركشاپ په كولو د اروپائي ائتلاف سفير مننه وكړه۔ ده ووئيل د برېښنا د طلب او رسد ترمينځه د فرق لرې كولو نه وروسته اوس دا خبره مهمه ده چې په صارفينو كښې د برېښنا كارولو په حقله شعور بېدار كړې شي چې ورسره به نه يوازې د ص??رفينو پېسې بچت شي بلكې د برېښنا اوسنې پېداوار به د كفايت سره كارولو له مرسته ترلاسه شي۔ اروپائي سفير ووئيل چې د اورپا انوېسټم??ټ بېنك پاكستان كښې د برېښنا په اړه د پراختيا جاج اخلي او په بلوچستان په شمسي توان د ټيوب وېلو په منتقل كولو به هم غور كوي۔ د دې نه وړاندې هم اروپائي ائتلاف خېبر پختونخوا كښې د توان په بېلو پروژو كار كوي۔
د وفاقي وزير اوېس لغاري سره د اروپائي ائتلاف سفير جين فين كوئس كاټين ملاقات ۔ د توان په اړه په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس