آباد 10 جولائي (اے پي پي) سپريم كورټ د پانامه كيس پلټنې كونكې جے آئي ټي لخوا په 10 واليم مشتمل خپل حتمي راپور عملدرآمد بنچ ته وړاندې كولو څخه وروستو فريقين ته د دې كاپۍ استولو حكم جاري كولو سره د جے آئي ټي تحليل كولو سره ووئيل چې په دې جے آئي ټي كښې د پلټنو په مهال د حسېن نواز عكس ليك كونكي ذمه وار نامه دې رامخې ته ??ړې شي٬عدالت د عكس ليك كېدو په معامله كمېشن جوړولې نه شي٬حكومت كه غواړي نو كمېشن جوړولو سره دې د اړوند تن په ضد پلټنې كولو سره د قانون مطابق كاروائي وكړي۔د رېكارډ ټمپرنګ پھ معامله دې د چيئرمېن اېس اي سي پي په ضد فوي مقدمه درج ??ړې شي٬عدالت د جے آئي ټي راپور سره اړوند د بې بنسټھ خبر په خپرولو د جنګ ګروپ مالك ايډيټر اين چيف او فرنټرز ته نوټس جاري كولو سره په 7 ورځو كښې ځواب غوښتلې۔د ګل په ورځ جسټس اعجاز افضل په مشرۍ كښې په جسټس شېخ عظمت سعيد او جسټس اعجاز الحسن مشتمل د پانامه كيس په پريكړه عملدرآمد سره اړوند درې كسيزه بنچ د كيس اورېدنه وكړه۔په دې مهال جے آئي ټي د عدالتي حكم په رڼا كښې تحقيقاتي راپور بنچ ته وړاندې كړو۔سترې محكمې جنګ ډلې او رپورټر احمد دراني او د مير جاوېد رحمان پشمول ??يرشكيل الرحمان ته هم نوټس جاري كولو سره د جے آئي ټي تشكيل كولو څخه وروستو مېډيا ته د ور??ړې شويو سركاري اشتهاراتو تفصيلات غوښتلو سره جنګ ګروپ څخه 7 ورځو كښې ځواب غوښتلې۔عدالت ته د جے آئي ټي مشر واجد ضياﺀ ووئيل د جے آئي ټي راپور په لس جلدونو مشتمل دې۔په واليم 10 كښې ځينې قانوني معاملې دي كومې چې اوس ښودلې نه شي۔سترې محكمې د حتمي راپور وړاندې كېدو څخه وروستو جے آئي ټي تحليل كولو سره هدايت وكړو چې د دې د غړو په ضد دې كوم ډول انتقامي كاروائي ونه ??ړې شي۔عدالت حكم وكړو چې جوډېشل كمپلېكس به تر لس ورځو جے آئي ټي سره وي او دغلته كاغذات او بېل دستاويزات موجود دي كوم به چې جے آئي ټي راغونډوي عدالت د راپور كاپۍ د سپريم كورټ رجسټرار ته د وړاندې كولو هدايت وكړو او د جے آئي ټي غړو ته په راروانه اورېدنه يو ځل بيا عدالت ته د وړاندې كېدو حكم كولو سره يې دا اورېدنه تر ګل ورځې وځنډوله
سپريم كورټ- د پانامه كيس پلټنې كونكې شريكې تحقيقاتي ډلې په 10 واليم مشتمل خپل حتمي راپور عملدرآمد بنچ ته وړاندې كړو
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria